روزنامه وطنداران

د ارواښاد عبدالقدوس پرهیز یاد 

محمد زمان کلمانی                                             

ارواښاد عبدالقدوس پرهیز زموږ د گران هېواد افغانستان له تکړه او نامتو لیکوالو او شاعرانو څخه دی چې په پښتو، دری او پشه یی ژبو گڼ شمېر آثار ترې پاتې شوی دی. عبدالقدوس پرهیز د پیژندل شوی لیکوال او ژورنالست شمس الدین قلعټکی زوی په ۱۲۹۶ هــ ش کال دننگرهار ولایت د کوز کونړ(ښېوه) ولسوالۍ دقلعټک کلی په یو روښانفکر کورنۍ کې نړې ته راغلی او د ۱۳۷۷ هـ ش کال د سلواغې( دلو) میاشتې په ۲۸مه نېټه د یوې ناروغۍ له امله چی ورپېښه شوې وه، د هېواد څخه بهر په جرمنی کې له دې فانی نړۍ څخه سترگې پټې کړې. جنازه یې د کب( حوت) دمیاشتې په شپږمه پېښور او بیا له هغه ځایه خپل هېواد، د کوز کونړ ولسوالی قلعټک کلی ته انتقال او په همدې ورځ همدلته په خپل پلرنې هدیره کې خاوروته وسپارل شو.

د ده دجنازې په مراسمو کې د سرمحقق عبدالله بختانی خدمتگار او غمشریک په گډون د ننگرهار گڼ شمېر لیکوالو، شاعرانو، حکومتی چارواکو، د ارواښاد مینه والو او خپلوانو گډون کړی وو.

د پورته یاد شوی نېټې له مخې د ارواښاد عبدالقدوس پرهیز عمر چې اوس دهغه  دزوکړې له سلمې کالیزی سره برابر ده، د مړینی پر مهال ۸۱ کلونو ته رسیده، خو په یو بله لیکنه کې د ده د زېږېدنې نېټه ۱۲۹۴ کال ښودل شوی دی، د دې له مخې د ده عمر د مړینې پرمهال ۸۳ کلونو ته رسیږی، چې زما له آنده کېدای شی دا توپیر د ده د زېږېدو د اصلی نېټې او په تذکره کې د ده د زوکړې د نېټې دلیکنې له سببه وی. ځکه چې پخوا به د کورنیو مشرانو هڅه کوله چې په تذکره کې د خپل ماشوم عمر یو څه کم وښیی، تر څود عسکرۍ مکلفیت لپاره چې په هغه وخت کې پرټولو جبری وو، ښه رسیدلۍ او ځوان شوی وی.

په هره توگه عبدالقدوس پرهیز چې  د ښېوې ولسوالۍ د پشه یی خلکو د درنې او قدر وړ ملکزی طایفې څخه و، خپل لومړنی زده کړې یې، د هغه ځای په جمالی ښوونځی کې تر سره کړې او بیا جلال آباد ته لاړ او هلته خپلو زده کړو ته یی دوام ور کړ. خو کله چې په ۱۳۰۷ هـ ش کال کې د حبیب الله کلکانی د واکمنی پرمهال په هېواد کې گډوډۍ گانې رامنځه شوې، نوموړی په ښوونځې کې له لوسته پاتې شو او په خصوصی توگه له ځینو دینی عالمانو څخه یې زده کړو ته مخه کړه.

عبدالقدوس پرهیز د لومړی ځل لپاره په ۱۳۱۳هـ ش کال په مطبوعاتو کې دکاتب په توگه وگومارل شو او له همدې نېټې څخه تر تقاعد کېدو پورې په بېلابېلو ادارو کې یې دندې تر سره کړې او دهېواد د پارلمان په اتمه دوره کې د کوز کونړ ولسوالی د خلکو د استازیتوب ویاړیې هم تر لاسه کړ.

پرهیز په پښتو ټولنه کې، د پروان او پکتیا دمطبوعاتو په ادارو او د ننگرهار د قبایلو په مدیریت کې دندې تر سره کړی او دکابل مجلې مدیر او په همدې توگه د اشکمش، پښتون کوټ او شورتېپې د ولسوالیو ولسوال په توگه پاتې شوی دی.

ارواښاد پرهیز کله چې متقاعد شوی هم دی، په ځینو تولنیزو او هېوادنیو چاروکې او همدارنگه په ادبی محافلو او مشاعرو کې برخه وال شوی او په دې توگه دخپلو خلکو او هېواد په چوپړ کې پاتې شوی دی.

عبدالقدوس پرهیز د استاد نور محمد غمجن تمیل سره یو ځای د ۱۳۶۰ کال له پیل څخه د رادیو افغانستان د پشه یی خپرونې د بیا احیا کولو په هڅو کې فعاله برخه اخیستې او د څو کلونو لپاره د رادیو افغانستان د پشه یی خپرونې د مطالبو په برابرولو او د پشه یی خبرونو په ژباړه او هم د دغه برنامې د کار کوونکو په روزنه او لارښوونه کې یې برخه لرلې ده.

پرهیز یو ښه پوه، پرخلکو گران شخصیت او د پښتو، دری او پشه یی ژبو تکړه لیکوال او شاعر وو. دېړې مقالې، سر مقالې، لیکنې او همدارنگه په درې واړو ژبو شعرونه یې د هېواد په مطبوعاتو کې چاپ شوی دی. د « دارأی گلېنا» یا (غرنی گلان) په نوم د ده پشه یی د شعرو نو یوه مجموعه چې « گل های کوهی» تر نامه لاندې د دری ژبې منظوم ژباړه یې هم ور سره ده، د ده دژوندانه پرمهال یعنې په ۱۳۶۵ هـ ش کال په ۷۹ مخونو کې د محمد زمان کلمانی په اهتمام د هغه وخت د طبع او نشر د دولتی کمیټې د انتشاراتو د ریاست د وروڼو ملیتونو د خپرونو دلوی مدیریت له خوا د ۲۰۰۰تیراژو په شمېر خپره شوې ده . همدا رنگه « د پوهانو افکار» په نامه یو بل کتاب یې په کابل کې چاپ شوی دی.

د آزاد افغانستان په نوم د مجلې په څلورمه (۱۳۷۷ هجری شمسی سلواغه – کب) گڼه کې راغلی : ارواښاد استاد بېنوا د (اوسنی لیکوال) په لومړی ټوک کې لیکلی دی چې د پرهیز د شعرونو مجموعه ( د زړه بڅری) نومیږی او د (فرزند صالح) په نامه په دری ژبه یوه رساله یې هم لیکلې ده.

په نوموړی مجله کې د عبدالقدوس پرهیز په اړه د مطلب لیکوال ویلی چې ما په خپله د ارواښاد پرهیز له آثارو څخه د پوهانو افکار په نوم چاپی نسخه لیدلې ده او نور مستقل چاپی آثار یې زما نظر ته نه دی راغلی. د ده په اړه څرگندونې د وحدت ورځپاڼې د ۱۹۹۹ میلادی کال د مارچ د څلورمې نېټې په گڼه کې هم راغلی دی. له دې پرته د ارواښاد عبدالقدوس پرهیز لیکنې او شعرونه او هم د ده د پیژندگلوی په اړه مطالب د هېواد په بېلابېلو مجلو، ورځپاڼو او جریدوکې خپاره شوی دی.

د ارواښاد پرهیز لنډه پیژندگلوی او دوه پارچې پشه یی شعرونه یې  دپشه یی گلېنا په نوم  دپشه یی شعرونو د مجموعې په ۱۸۱ مخ کې راغلی دی چې زما خپل تالیف او په ۱۳۸۴ کال کابل کې چاپ شوې ده. همدارنگه د ننگرهار ورځپاڼې د ۱۳۷۸ کال د حوت میاشتې د پنځمې گڼې د یو خبر له مخې د ده  دلومړی تلین په مناسبت د ارواښاد پرمزار یوه غونډه او مشاعره هم شوې ده چې په هغه کې د الحاج ملا عتیق الله عزیزی او استاد عبدالله بختانی خدمتگار په گډون د هغه وخت ځینو سیمه ییزو چارواکو او گڼ شمېر ادیبانو او د ارواښاد مینه والو گډون کړی و.

څرنگه چې پخپله عبدالقدوس پرهیز په یوه ادیبه کورنۍ کې نړۍ ته راغلی و، د ده زامن هم د خدای ج په فضل ټول تحصیل یافته، لیکوالان او شاعران دی. دده یو زوی ښاغلی جمال ناصر پرهیز چې اوس په جرمنی کې اوسیږی، ماته وویل چې د «ژمنی گلونه» او «ادبی نثرونه» په گډون  دخپل مرحوم پلار پنځه اثرونه یې په ۲۰۱۳ میلادی کال کې چاپ کړی دی.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتی وی. دلته د ارواښاد عبدالقدوس پرهیز د شعری کلام څو نمونې وړاندې کېږی.

 

پښتو شعر

یا شمـــــــــع شه بلېږه پلوشو ســـــــــره راځـــــــه

یاځان ستی پتنگ کړه له ایرو ســــــــــــره راځه

یاداکــــــړه یا هغه خو په رموز دژوندون پوه شه

ژونـــــــــدون سوز اوگداز دی داسرو سره راځه

مــــــــحفل دگلرخانو ســـــــــوزوساز دمحبت ته

مطـــــــــربه که راځې سوونغمو ســــــــره راځه

که غواړی چې همراز شې د رندانو په محفل کې

ســاقی په بی صـــــبرۍ ډکو پیالو سره راځــــــه

پــــــــــرهیز د بڼو فرش دی غوړولی ستا پښو ته

د نــــــــــوی ژوند بهــــــــاره غوړېدو سره راځه

 

 

پشه یی شعر:                    اویه گل

 

ادا یــــــارنه پمــــان، ســــــــــــــدورا اویـــه گلــــــــې

پنده کشمند و صفرکلا اوړ شریی دودرک هم جانشگلې

نـــــــور او نمــــــک لشـــــــــدا، یــه ســــــدورا درایه

واړ او بوتیی ســـــــــــــدوری، جــــم سدوری شن جلی

اکـــــوړ گلـــــې بـــــل تــــاره اوټـــــــې کـــــوڼستا لشا

گـــــــــل و پینچــــا هـــــــر کنا، شــــــــن گلېنا جم گلې

اخــــــول جنت کــــــوی شیتای، بـــــو سدورا یو دران

حـــــــور و غلمـــــنه لشا وټه په نـــــــــې وستلــــــــی

کــــــــــنای ســــــنای پــړی که ، ورک زییپه لــــــــشا

تــــــــاره هـــــــــر چوبل تــــــاره، لشا سادا جملــــــې

اه «پــــــرهیز» راست کـــــداکم اویگل هړام گرگــــــا

کــــــــــه ای وار گــــــــــــر لشمی درېمی جوانیس پلی

 

ترجمه دری :

 

اویه گل

ای رفیقـــای همـــــــــــدم، به اویه گـــــــل برویم

به آن دیار حـــــــــسین پــــــــــرتجــــمل بـــرویم

در نشیـــــــــب کشمـــند قلعه صــــــفر قلعه زیبا

گذشتــــه دودرک است و جانشگل خــــوش هوا

نورو نمک را ببینید در این دره قشنـــگ و زیبا

سنگ و بته هـایش و همه درختانش مقبول و زیبا

قسمت پایین  دره را تماشا کن و قلۀ بلندش بنگر

کـــــوه و کــمرش همـــــه جا روح افـــــزا است

در نشـــیب و فـــــــرازش، چــه زیبـــــایی دارد

دخـــــــتران آهـــــو وش دلـــــــــربـــــایی دارد

پـــر صــــلابت قــــله، کـــــوه بلنــــدش نـــــگر

لعبـــتان پـــــرپــــوش در هـــــر دمنش نــــــگر

همچـو بهشـــــــت برین ، درۀ نـــــورست ایـــن

مـــــــردمش پاک سرشت همــــــه گردان وزین

بـــــــــرو به وستل ده حــــور و غلمــــــانش ببین

جــــــــــوش و خروش اتن، در جــــوانانش ببین

بهر سو نــــگه کنید، تا نظــــــر کــار میکند

همــــــــه مردان و زنــــــان حشری کار میکنند

با اشتیاق« پـــــــــرهیز» دلـــــــــم تپش دارد

عشـــــــــق جوانی مـــــن باز گــــــــردش دارد

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید