روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هرات د پاسپورت ادارې لسګونومیلیونه افغانۍعواید ترلاسه کړی دی

دهرات د پاسپورت  ادارې په وروستیودوومیاشتوکې څه د پاسه ۶۳میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړی دی.

دغه عواید په خلکو د فورمو او پاسپورتونو د ویشلوله پلوه راټول کړای شوی دی.

 له بله پلوه دهرات د پاسپورت اداره هره ورځ د پاسپورت د زرګونو غوښتونکو د راټولېدو ډګر دی.

دهرات د پاسپورت امریت یومسوول باختراژانس ته وویل چې دوی هره ورځ د پاسپورت  د لسګونوغوښتونکو غوښتن لیکونه څیړی.

هغه وویل چې په وروستیو دوو میاشتوکې یې  څه دپاسه ۶۳میلیونه افغانۍ راټولې او مرکزی بانګ ته یې سپارلی دی. د هرات د پاسپورت مسوولین وایی چې د اوسېدونکو د زیاتوغوښتونکو لپاره د پاسپورت دڅیړنې په لاره کې د دوی د کاری ظرفیتونو د لوړولو  هلې حلې دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید