روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

۹۶ سلنه اوکراینیانو روسیې سره یوځای کېدو ته مثبته رایه ورکړه

له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو د یو ځای کولو په باب د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې ښیی چې د دې سیمو ٩۶ سلنه خلکو له روسیې سره یو ځای کېدو ته مثبته رایه ورکړې ده.

راپورونه وایی، دا ټولپوښتنه په څلورو سیمو لوهانسک، دونېتسک، خرسون او زاپوریژیا کې چې د اوکراین د خاورې ١۵ سلنه تشکیلوی، په تېرو پنځو ورځو کې ترسره شوه.

هاخوا سپینې ماڼۍ ویلی چې امریکا به راتلونکو ورځو کې هغه اقدامات اعلان کړی چې د اوکراین په موقتی اشغال شویو سیمو کې د ریفرنډم په ځواب کې د روسیې پر ضد ترسره کیږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید