روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

۸- ایمان

مولوی محمد ابراهیم نبیل

۱۶

دویمه برخه:

ابو هریره رض وایی: رسول الله ص وفرمایل: ای خلکو! الله تعالی پاک دی، اوپاک قبلوی او مؤمنانو ته یې په هغه څه امرکړی په کومویې چې رسولانو ع ته کړی، بیایې  دا مبارک ایتونه  ولوستل: ژباړه: اې پېغمبرانو! پاک شیان وخورئ او نېک عمل وکړئ؛ تاسی چی هر څه کوئ، زه ورباندی ښه پوهېږم. [المؤمنون : ۵۱]

اې مؤمنانو! که تاسی په رښتیا سره د الله بندګی کوونکی یاست؛ نو کوم پاک شیان چی موږ درکړیدی، هغه په آزادۍ سره خورئ او د الله شکر باسئ. [البَقَرَه : ۱۷۲]

بیایې د هغه سړی یادونه وکړه چې  خړ پړ ، سپېره مېره اوپه اوږده سفروی لاسونه یې پورته اسمان ته نیولی وی او وایی : یاالله! یاالله! په داسې حال کې چې خوراک یې حرام، څښاک  یې حرام ، جامه یې حرامه او په حرامو تغذیه شوی وی، نو څنګه به یې سوال قبول شی. ( مسلم (۵‍‍‍‍))

له براءبن عازب رض نه روایت دی وایی: رسول الله ص وفرمایل: کله چې مؤمن په قبر کې راکینول شی اوبیا ګواهی ورکړی چې له الله تعالی پرته بل دعبادت وړ نشته او محمد ص یې استازی دی، همدا دالله تعالی دا قول دی چې فرمایی ( یُثَبِّتُ اللهُ الَّذِینَ أَمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ}]) (الله ایمان راوړونکی هم ددنیا په ژوند کې او هم اّخرت کې په (هماغه) ثابته خبره کلک پاتې کوی  ) ( البخاری ـ الفتح ۳‍(۶۹‍‍‍))

(۷) ابوسعید خدری رض روایت کوی وایی: چې رسول الله ص ویلی دی جنتیان به له ځانه پورته کوټو ته  داسې ورګوری لکه  هغه ځلیدونکی ستوری ته چې له ختیځ یالویدیځ نه تیریږی، داد دوی دفوقیت له امله چې یوپربل یې لری .

صحابه وو وویل: یارسول الله داخو دانبیاوو مرتبې دی چې بل څوک نشی ور رسیدلای، هغه وفرمایل: هو، زما دې قسم په هغه ذات وی چې زما روح یې په واک کې دی داهغه خلک دی چې ایمان یې راوړی او پیغمبران یې منلی دی. ( مسلم (۲۸۳۱‍))

ابو قتاده رض له پیغمبر ص نه روایت کوی وایی: چې رسول الله ص  زمونږ له منځه پورته شو او ویې فرمایل: دالله تعالی په لاره کې جهاد کول اوپه هغه ایمان ډېر غوره عمل دی ، نو یو سړی پورته شو او ویې ویل: یارسول الله! که دالله تعالی په لاره کې ووژل شم ایا زما ګناوې به ماته وبښل شی؟ رسول الله ص وویل: هو! که ته دالله تعالی په لاره کې ووژل شې په داسې حال کې چې صبرکوونکی اوسې، نیت دې دالله تعالی رضا وی او پرمخ تلونکی یې نه په شاتلونکی. بیا رسول الله ص وویل: تا څنګه وویل؟ هغه وویل: که دالله تعالی په لاره کې ووژل شم ایا زما ګناوې به ماته وبښل شی؟ رسول الله ص وویل: هو! که ته دالله تعالی په لاره کې ووژل شې په داسې حال کې چې صبرکوونکی اوسې، نیت دې دالله تعالی رضا وی او پرمخ تلونکی یې نه په شاتلونکی، خو له قرض پرته، داراته جبرایل وویل. رواه مسلم (۱۸۸۵))

ابو هریره رض روایت کوی چې له رسول الله ص نه وپوښتل شول: کوم عمل ډېر غوره دی؟ ویې فرمایل: په الله تعالی او رسول یې ایمان  لرل، ورته وویل شول: بیا څه شی؟ ویې ویل : دالله تعالی په لاره کې جهاد کول، ورته وویل شول: بیا څه شی؟ ویې فرمایل: دالله تعالی په لاره کې مبرورحج کول” ( البخاری ـ الفتح ۱‍(۶‍‍). ومسلم (۵‍‍‍)).

ابوقتاده رض روایت کوی وایی: رسول الله ص ناست وچې یوه جنازه تېره شوه نو ویې فرمایل : “په آرام به وی یابه ترې په آرام شوی وی ” صحابه وو وپوښتل  کوم یو یې په آرام اوله کوم یو نه به یې په آرام وی ؟ ویې فرمایل: مؤمن بنده ددنیا له ستړیو اوکړاوونو دالله تعالی په رحمت کې په آرام شی او له بدکاره بنده انسانان، څاروی، خاوره او بوټی په آرام شی. ( البخاری ـ الفتح ۱‍‍(۲‍‍‍‍)).

له عبدالله بن عمروبن العاص رض نه روایت دی وایی چې رسول الله ص فرمایلی: کله چې له یومؤمن څخه ډېرنږدې خپل واخیستل شی او دی صبرپرې وکړی اوله الله تعالی یې وګڼی نو الله تعالی ده ته له جنت پرته په بل څه امر نه کوی. ( النسائی(۴‍/۳‍‍) وقال محقق جامع الأصول(۶‍/۴‍‍‍) إسناده حسن).

انس رض روایت کوی وایی چې: رسول الله ص فرمایلی: الله تعالی دهیڅ مسلمان دنیکۍ په حق کې ظلم نه کوی، په دنیا او آخرت دواړو کې یې بدله ورکوی، مګر کافرته دهغونیکیو بدله په دنیاکې ورکوی چې دخدای تعالی لپاره یې کړې وی، خو که آخرت ته یې کړی هیڅ داسې نیکی به نه وی چې بدله یې ورکړل شی. ( مسلم (۲۸۰۸‍)).

ابو هریره رض روایت کوی وایی چې پیغمبر ص وفرمایل: الله تعالی به له یمن یوداسې باد راپورته کړی چې تر ورېښمو به هم نرم وی هیڅوک به هم پرېنږدی تردې چې په زړه کې یې یوه ذره ایمان هم وی وبه یې وژنی. ( مسلم (۷‍‍‍))

(۸) ابو سعید خدری رض روایت کوی وایی چې ځینو خلکو له رسول الله ص نه وپوښتل چې: یارسول الله! ایا دقیامت په ورځ به مو خپل رب لیدلی شو؟ هغه وویل: هو،بیایې ویل: ایا تاسې دورځې چې ورېځ او ګرد نه وی، دلمر په لیدلو کې کومه ستونزه وینئ؟ او ایا تاسې د څوارلسم سپوږمۍ په شپه چې ګرد او ورېځ  نه وی  دسپوږمۍ په لیدلوکې کومه ستونزه وینئ؟ هغوی وویل: نه ! یارسول الله! ویې فرمایل: همداشان به دقیامت په ورځ هم دالله تعالی په لیدلوکې کومه ستونزه نه وی.

دقیامت په ورځ به مؤذن آذان وکړی ترڅو هر امت په هغه څه پسې روان شی چې په دنیاکې به یې دهغه عبادت کاوه، نو هیڅوک به داسې پاته نشی چې له الله تعالی پرته یې دنورو شیانو عبادت کړی وی مګر داچې په اورکې به یوپربل پسې ورولویږی، تردې چې هیڅوک به هم پاته نشی له هغو پرته چې دالله تعالی عبادت یې کاوه  نیک به و اوکه فاجر .

اهل کتاب به پاته شی، نو یهود به راوغوښتل او ورته وبه ویل شی: تاسې دڅه شی عبادت کاوه؟ هغوی به ووایی: مونږ دعزیر ( چې دالله تعالی زوی دی[نعوذبالله] ) دهغه عبادت موکاوه، ورته وبه ویل شی: دروغجنو! الله تعالی کله زوی اومېرمن لری. اوس څه غواړئ! دوی به ووایی: خدایه! تږی یو اوبه راکړه، اشاره به ورته وشی چې خبره مو نه منل کیږی، بیابه دوزخ ته په داسې ډول یوړل شی لکه سراب چې ترسترګو لیدل کیږی اویوپه بل پسې به دوزخ ته اچول کیږی.

بیابه نصارا راوغوښتل شی او ورته وبه ویل شی: تاسې دڅه عبادت کاوه؟ هغوی به ووایی مونږ د(دالله تعالی دزوی [ نعوذبالله ] ) مسیح عبادت کاوه ، ورته وبه ویل شی دروغجنو! الله تعالی کله زوی اومېرمن لری، بیابه ورته وویل شی : اوس څه غواړئ ؟ هغوی به ووایی : تږی یو اوبه راکړه، اشاره به ورته وشی چې غوښتنه مو ځای نه نیسی ، نو جهنم ته به داسې  بوتلل شی لکه سراب چې سړی ته په نظرورځی او یوپه بل پسې به جهنم ته غورځول کیږی .

تردې چې هغه به پاته شی  چې دالله عبادت یې کاوه [شرک یې نه کاوه]نیک به وو اوکه فاجر خلک به وو، پروردګار به ورته له هغه صورت نه یوڅه بدل راشی چې دوی لیدلی وی، ورته وبه وایی تاسې دڅه شی انتظار کوئ؟ هرټولی دې په هغه څه پسې شی چې په دنیا کې یې عبادت کاوه، دوی به ووایی: مونږ له هغوخلکو سره پریکون کړی و[ چې له تا باغیان وو] په داسې حال کې چې مونږ ورته اړ هم وو، هغه به ورته ووایی : زه ستاسې رب یم ، دوی به ووایی : مونږ په الله تعالی باندې له تانه پناه غواړو، مونږ له الله تعالی سره هیڅ شریک اوسیال نه نیسو ( دوه دری وارې به ووایی )

تردې چې ځینې به یې نږدې وی چې په عقیده کې یې بدلون راشی. ورته به وایی : ستاسې اودهغه ترمنځ داسې کومه نښه نشته چې پرې ویې پېژنئ ؟ هغوی به ووایی : هو!  بیابه خپل ساق  لوڅ کړی ، نوهیڅ داسې څوک به پاته نشی چې دزړه له کومی سجده کول غواړی،نو الله تعالی به ورته دسجدې اجازه ورکړی، اوهیڅ داسې څوک به هم پاته نشی چې دریا اوځان ښودنې لپاره به یې [په دنیاکې] سجده کوله الله تعالی به یې ملا شخه پخه کړی هرځل چې سجده کول وغواړی پرشا به ړنګیږی .

بیابه سرونه راپورته کړی په داسې حال کې چې هغه به خپل صورت په هغه څېر بدل کړی وی په کوم ډول یې چې لومړی ځل لیدلی و، ورته وبه وایی : زه ستاسې رب یم ، هغوی به هم ووایی : ته زمونږ رب یې . بیابه په جهنم لاره جوړه شی او شفاعت به پیل شی، دوی به وایی : خدایه ومو ساتې ، خدایه ومو ساتې! چاوویل : یارسول الله جسر څه شی وی ؟ ویې فرمایل : ښویندوکې لاربه وی چې قدم به پرې نه تکیه کیږی، کنډې اوچنګکونه به هم ورسره وی اوهم به د ځوځ او مارکونډی ازغی پکې وی ، مؤمن به پرې دسترګو په رپ کې تېرشی داسې تېز ، لکه برېښنا، لکه مرغه  یا لکه چټکه سورلۍ

نو څوک به دجهنم له دغه اوره روغ رمټ وتلی وی او څوک به اېله ترې خلاص شوی وی یوڅه برخه به یې ورته رسیدلی وی اوڅوک به داسې وی چې اوربه راغورځولی وی تردې چې مؤمنان له اوره خلاص شی، زما دې قسم په هغه ذات وی چې زما ساه یې په واک کې ده،  له تاسې به یوهم دومره دهغو کسانو په حق او طرفداری کې نه وی لکه هغه مؤمنان چې دقیامت په ورځ په دوزخ کې دخپلو مسلمانو وروڼو په غم کې وی .

دوی به وایی : یا الله هغوی (مسلمانو دوزخیانو) به له مونږ سره روژه نیوله حج به یې کاوه، نو ورته وبه ویل شی : څوک چې په کې پېژنئ هغه راوباسئ شکلونه به یې په دوزخ حرام شی اوډېرخلک به له جهنمه راووېستل شی چې ځینې به یې تر پنډیو اوځینې به یې تر ځنګنونو پورې سوځلی وی، او وبه وایی : له هغو خلکو څخه هیڅوک هم نه دی پاتې چې تایې مونږ ته  دوېستلو ویلی ووبیابه ورته وویل شی : ولاړشئ که دچا په زړه کې مو د دیناردمثقال په اندازه ایمان هم لیدلی وی نو راویې وباسئ، بیابه ډېرخلک راوباسی او وبه وایی : ای ربه! تایې چې دوېستو راته ویلی وو یو مو هم پرېنښود، بیابه ورته وویل شی : ولاړشئ  دچا په زړه کې مو چې د نیم دینار دمثقال په اندازه ایمان هم لیدلی وی راویې باسئ ! بیابه ډېر خلک راوباسی .او وبه وایی: ای ربه! هیڅ دخیر څښتن مو پکې پیدانکړچې تایې راته امر کړی و، بیابه ورته وویل شی: ورشئ دچا په زړه کې مو دذرې هومره خیر هم وموند نو راویې باسئ! نو ډېر خلک به راوباسی او وبه وایی یاالله ! بل دخیرڅښتن مو پکې ونه لید.

ابو سعیدخدری رض به ویل: که تاسې مې په دې حدیث کې رښتونی نه بولئ، نو که غواړئ! دا ایت ولولئ : إِنَّ اللهَ لاَ یَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّهٍ وَإِنْ تَکُ حَسَنَهً یُضَاعِفْهَا وَیُؤْتِ مِنْ لَدُنْهُ أَجْرًا عَظِیمًا} (النساء/۴۰) (بې شکه الله ذرې هومره ظلم نه کوی او که هغه ښېګړه وی نو دوه برابره یې کوی او له  خپله  لوری لا ستر اجرهم ورکوی (۴۰)) بیابه نو الله تعالی ووایی : ملائکو هم شفاعت وکړ، انبیاوو او مؤمنینوهم خپل شفاعت وکړ، اوس نو له ارحم الراحمین ذاته پرته بل څوک نه دی پاته، نودجهنم له اوره به یو موټی برخه راواخلی اوهغه به داسې خلک وی چې په ټول عمر به یې ښېګڼه اونیکی نه وی کړې  ټول به داسې وی لکه سکاره ، دجنت  دڅنډو په یوه ویاله کې به یې واچوی چې دحیات ویاله بلل کیږی، نو داسې به رازرغونیږی لکه دخوړ دغاړې سیلاب راوړو خځلوکې چې یونیمه دانه راشنه کیږی همداسې به وده کوی، تاسې لیدلی که نه ! چې لمرته شنه اوزېړه ښکاری اوچې سیوری ته وی سپینه ښکاری ، هغوی وویل : یارسول الله ! لکه په بیدیاکې چې دې مېږې پیایلی وی [ په مثال دې داسې وضاحت ورکړ]

بیابه داسې راووېستل شی لکه ملغلرې په غاړوکې به یې نښې وی ، جنتیان به یې پېژنی چې داد الله تعالی ازادکړای شوی خلک دی چې جنت ته له کوم عمل او ښېګڼې پرته راوستل شوی ، بیابه ورته وویل شی : ننوزئ جنت ته څه مو چې په کې ولیدل هغه دې ستاسو وی .

دوی به وایی : یاالله مونږ ته خودې دومره څه راکړل چې ددنیایوچاته دې هم دومره نه دی ورکړی ، الله تعالی به ورته ووایی : تاسې ته تردې هم ډېرڅه شته . دوی به ووایی ؟ یاربه ! تردې به څه زیات وی ؟ الله تعالی به ووایی : زما رضا ! له دې وروسته به هیڅکله پرتاسې قهر اوغوسه نه وی .  ( البخاری ـ الفتح۳‍‍(۹۳‍‍‍).ومسلم(۱۸۲) واللفظ له)

ممکن است شما دوست داشته باشید