روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

۴۳ تنه د ښاغلی امیرالمومنین د فرمان له مخې له زندانه خوشې شول

شریعت: د نیکمرغه لوى اخترد رارسیدو په مناسبت د امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیرمولوی هبه الله اخند زاده د فرمان له مخې ۴٣ بندیان د فاریاب له مرکز او د دغه ولایت د اړوندو ولسوالیو له زندانونو څخه پرون آزاد شول.

د فاریاب د استیناف محکمې د جزا دیوان رییس مولوی نعمت الله ذاکر د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه بندیان د اړوندو بنسټونو د لوړ رتبه پلاوی له خوا  د دوى د نسبتی دوسیو له څیړنې وروسته له بند څخه آزاد شول.

د فاریاب د استیناف محکمی د جزا دیوان د رییس د څرګندونوله مخې؛ د فاریاب په مرکزی زندان کې ١١۴ تنه نارینه ٢٧ ښځې او  له ١٨ کلنۍ څخه ښکته ١٠تنه د بیلابیلو جرمونو په اړوند تر توقیف لاندې وو، چې د موظف پلاوی د هلو ځلو په پایله کې د امیرالمومنین د فرمان له مخې د هغوى دوسیې وڅېړل شوې چې په پایله کې یې١٧ نارینه او٣ ښځې د دغه ولایت له مرکزی زندان څخه او ٢٣ تنه نور بندیان د فاریاب د اوو ګونو ولسوالیو له زندانونو څخه آزاد شول.

یو آزاد شوی بندی د امیرالمومنین د دغه اقدام ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به خپل هېواد او خلکو ته خدمت کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید