روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

یو کال وړاندې هم د ملګرو ملتونو د حقوق بشرڅانګه فعاله وه!!؟؟

سمیع الله نهضتیار

شل کاله وړاندې د امریکا په ګډون د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان له ځمکې او هوا څخه بریدونه وکړل؛ د وخت برحاله حکومت یې را نسکور او د افغانستان ځمکه او هوا یې په بشپړه توګه اشغال کړه، نه له افغانانو پوښتنه شوې وه، نه یې جرم معلوم وو او نه هم افغانانو د کوم اروپایی او یا غربی هېواد په کورنیو چارو کی مداخله کړې وه، د دغو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو ظاهری بهانه او دلیل دا وو چی ګواکې موږ په دې خاطر په افغانستان برید کړی چی القاعده او نورې تروریستی ډلې له منځه یوسو، خو وروسته ټولو نړیوالو ته په ښکاره توګه څرګنده شوه چی القاعده په افغانستان کی نه بلکه له افغانستان څخه بهر په بل هېواد کی وه، خو دا هسې یوه بهانه او دسیسه وه چی د افغان مظلوم او ناتوانه ولس په وړاندې د غربیانو له خوا طرحه او پلې شوه.

بالاخره عملاً د ناټو غړو هېوادونو په افغانستان برید وکړ؛ د ځمکې او هوا له لارې یې خپل وحشیانه او د ټولو انسانی ضد کړنو خلاف عملیات یې پیل کړل، د افغانانو یې هرڅه لوټ کړل، نه اسلامی او نه یې هم افغانی ارزښتونه له توهین او سپکاوی څخه لرې پرېښودل، د اشغالګرو ځواکونو ټولې کړنې د نړیوالو اسلامی او غیر اسلامی قوانینو خلاف روانې وې، هیچا نه نیوکه کوله او نه یې هم له مظلومو افغانانو د دفاع په موخه غږ پورته کولو، افغان ولس د ناټو او امریکا د وحشیانه حملو پر وړاندې یوازی پاتې وو، هیچا یې ملګرتیا او ملاتړ نه کولو حتی ګاونډیو او ټولو اسلامی هېوادونو هم، افغانانو ته یوازی د خپل رب ملتیا او مرسته پاتې وه، افغان غیور او میړنی ولس په همدې خاطر ډاډه او باوری وو چی د خپل رب د الهی نصرت او ملتیا له ځانه سره ولری نو د نړۍ هیڅ زبر ځواک به ونه توانیږی چی د دوی پر وړاندې مقاومت وکړی او خپلو شومو موخو ته ورسیږی.

بهرینو اشغالګرو ځواکونو په تېرو وروستیو شلو کلونو کی د افغان ولس پر وړاندې له هیڅ ډول وحشت څخه مخ ونه ګرځولو او نه یې هم صرفه وکړه، د کورونو له شپنیو وحشیانه چاپو، ړندو بمباریو، د ګوانتنامو، بګرام، پلچرخی، ریاست ۴۰، ریاست ۹۰، او تر ګڼ شمېر نورو ښکاره او پټو زندانونو پورې چی افغانان به پکې په بی رحمانه ډول شکنجه کیدل او حتی ګڼ شمېر به د سختو شکنجو او زورونو له امله په زندانونو کی په شهادت رسیدل، په سپیو د افغانانو داړل، په جسدونو یې ادرار کول، په ټانګونو او موټرانو پسې د انسانانو تړل، د ساعت تیرۍ په موخه د کورونو بمبارول، په زندانو کی د زندانیانو پر وړاندې د افغانی او اسلامی ارزښتونو توهین او سپکاوی، دزرګونو افغانانو په شهادت رسول او په زرګونو بیا معیوبول، د اشغالګرانو د ظلمونو او وحشتونو شمېر دونه زیات دی چی یادول یې په یو کوچنی مطلب کی خورا ستونزمن کار دی. بهرنیو اشغالګرو ځواکونو چی په تېرو ورستیو کلونو کی په افغانستان کی کوم ظلمونه او وحشتونه د افغان ولس سره کړی دی د بشریت په تاریخ کی به د هیڅ هېواد له وګړو سره نه وی شوی.

نن چی په نړیواله کچه د بشر د حقونو حامیان او مسؤل چارواکی په افغانستان کی د بشری حقونو د نقض کیدو راپورونه خپروی؛ آیا دوی کله هم دا فکر کړی چی یو کال وړاندې هم موږ مسؤلیت او د انسان دوستئ احساس درلود که نه؟ د تېر شل کلن اشغال په دوران کی مو کله هم دا ذهن کی ګرځیدلی چی په افغانستان کی بشریت ژوند کوی او حد اقل د ژوند کولو حق لری؟!! افغان ولس له تاسو پوښتنه کوی چی که تاسو رښتیا هم د انسانیت حامیان یاست او د انسانیت حقونو ته درناوی لرئ نو تاسو باید یو کال وړاندې د افغانانو له حال او احوال خبر اخیستی وای نه نن ورځ.

پوره شل کاله افغان ولس د اور په لوخړو کی و سوزیدلو خو د ځمکې پر سر هیڅ بشر یې آه او فریاد ته د مرستې، خواخوږۍ او همدردۍ غږ پورته نکړ بلکه د غربی او اروپایی ښکیلاګرو د ظلمونو او شکنجو لاندې یې لاس تړلی او یوازی پرېښودل؛ نو په پوره او بشپړ یقین سره افغانانو ته څرګنده شوه چی نړیوالوله ټولنه د بشر د حقونو حامی او ملاتړی نه بلکه د خپلو شومو موخو لپاره په اسلامی هېوادونو کی ځانګړې برنامې او طرحې لری، اوس هم لا وخت ندئ تېر شوی د بشر حقونو نړیوال بنسټونه که په رښتیا هم خپل مسؤلیت ترسره کوی نو په ځانګړې بیطرفۍ سره باید په افغانستان کی د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د شلو کلونو ظلمونه او وحشتونه و څیړی او مجرمین یې په واقعی توګه محاکمه شی ترڅو حق حقدار او عدالت تأمین شوی وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید