روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

یو شمېر ولایتونو کې د حوت لسمه ولمانځل شوه

شریعت: دوحه کې د اسلامی امارت او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې دوه کاله پوره شول، د همدې ورځې د لمانځڼې په موخه بغلان کې اطلاعاتو او کلتور ریاست  غونډه ترسره کړه.

چی دی غونډی ته دولایت له مختلفو ساحوسخه علماءکرام قومی متنفذین فرهنګیان راغلی وو.

همدارنګه د ننگرهار ولایت اطلاعاتو او فرهنگ ریاست کې هم د (کب) حوت لســمې دوهم تلین  ولمانځل شو.

په دغه لمانځ غوڼډه کې د نظامی او ملکی ادارو مسوولینو همدارنګه ادبی بهیرونو او قومی مخورو تر څنگ کڼ شمیر ځوانانو برخه اخیستې وه.

په غوڼډه کې د یاد ریاست رٸیس قاری نور محمد حنیف گډون والو ته د مبارکۍ ترڅنگ زیاته کړه چې هیواد مو یو ځل بیا دسختو قربانیو روسته د دریمې امپراتوری له اشغاله خلاص او د صلحې او امن کوربه شو.

دغه راز د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې هم د ولایت د غونډو په تالار کې د کب لسمه د اشغال خاتمې او دوحې تاریخې تړون په موخه غونډه ترسره شوه چې د نورستان ولایت والې حافظ محمد آغا حکیم سربیره امنیه قومندان مفتې محمد یوسف جمالزۍ،اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوې سمیع الحق حق بیان،

ادارو مسؤلینو،علماءکرامو، مجاهدینو او ولسې خلکو پکې ګډون کړی وو.

په پیل کې د نورستان والې حافظ محمدآغا حکیم ددې ورځې په مناسبت ګډونوالو ته مبارکې وویلو ترڅنګ د کب لسمه یوه تاریخې ورځ یاده کړه.

د یو بل خبر له مخې لغمان ولایت کې هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوری په مرکزی جامع جومات کې دکب لسمه د اشغال د خاتمې او د دوحې د تړون د تاریخی ورځې نمانځونډه ترسره شوه، په دغو مراسمو کې د اطلاعاتواو فرهنګ رئیس مولوی عبدالنور رسولی، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوی جان محمد عابد، د امر بالمعروف رئیس مولوی زاهدالله او ګڼو نورو علماو او مشرانو ګډون کړی و.

غونډه په دې خاطر جوړه شوې وه ترڅو ددې تاریخی ورځې نمانځنه وکړی او ولس ته ددې ورځې د اهمیت په تړاو معلومات ورکړی، د دفتر رئیس مولوی جان محمد عابد د غونډې پرمهال په خپلو خبرو کې وویل چې دا ورځ د افغان ولس په تاریخ کې یوه نه هیریدونکې هغه ورځ ده چې افغان میړنیو مجاهدینو له ټولې کفری نړۍ څخه جګړه ګټلې او د الله په رحمت سره یې هغوی مات کړی دی.

دغه شان د اشغال د پای ته رسېدو تړون لسم دحوت یاد مراسېم، چې د پکتیا په ورزشی سټډیوم کې د ولایت مقام لخوا، چې د پکتیا اطلاعاتو او ریاست سربېره پکتیاوالی،پکتیاامنېه قومندان، د۲۰۳منصوری قول اردو قومندان، دسرحدی لوا قومندان،دپکتیادامنېت آمر، امنېتی دفاعی او زړه ورو مجاهدېنو،دادارتو یوشمېررییسانو،پکتیامیشتو عامو ولسونو قومی مشرانو،ځوانانو،دپوهنتون محصلېنو،دخصوصی اودولتی مکاتبو زده کونکو،ورزشکارانو او خبریالانو په ګډون داېره شوی وه یادې ناستې ته پکتیامرستیال والی شیخ عزیزالرحمن (منصور) دښه راغلاست ویلو ترڅنګ ددې مراسمو پرانېستونکې وېنا وکړه له ټولو راغلېو ګډون والو یې ځانګړې مننه وکړه،چې په یادومراسېمو کې یې ګډون وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید