روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

یو شمیر ولایتونو کې پر سلګونو کورنیو مرستې ووېشل شوې

په لغمان، لوګر، ننګرهار، بدخشان، غور، سمنګانو او پنجشېر ولایتونو کې پر سلګونو، زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو نغدی او د خوراکی توکو مرستې ووېشل شوې.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد یونس حقانی وایی، چې د (TDH) موسسې په لغمان کې له (۲۹۰) یتیمانو زده کوونکو او د هغوی له کورنیو سره نغده مرسته وکړه. په خبره یې، په مرسته کې د هر یتیم کورنۍ ته  (۱۳۲۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

حقانی زیاتوی چې د لوګر ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د IRC موسسې سره په همکارۍ ۲۰۰ کورنیو ته چې د لوګر ولایت په خوښۍ، څرخ او محمد آغې ولسوالیو کې زیانمنې شوې وې، هرې کورنۍ ته ۱۲ زره نغدی افغانۍ ووېشلې.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IRC موسسې سره په همکارۍ، ۱۰۰ کورنیو ته چې د طبیعی پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته د دویم قسط نغدی مرستې ووېشلې. په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۵,۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

د بدخشان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست بیا له میشن اییسټ دفتر سره په همغږۍ، ۳۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د دغه ولایت په ارګو او درایم ولسوالیو کې هرې کورنۍ ته ۱۷۴۶۰ افغانۍ د سرپناه د ترمیم لپاره ووېشلې.

په همدې حال کې د غور له طبیعی پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولین وایی چې په دغه ولایت کې  پرون پرڅه د پاسه ١۶٠٠ اړمنو کورنیو خوراکی توکی ووېشل شول.

د غور له طبیعی پېښو سره د مبارزې رییس مولوی حسام الدین منصور د باختر آژانس خبریال ته وویل چې یاد شمېر کورنۍ چې مخکې سروې شوې وې د طبیعی پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت وزارت له خوا پر  دغو کورنیو خوراکی  توکی ووېشل شول.

د پنجشیر له طبیعی پېښو سره د مبارزې ریاست هم پرون پر ٣٠  اړمنو او د طبیعی  پېښو پر مصیبت ځپلو کورنیو وریجې ووېشلې.

د پنجشیر له طبیعی پېښو سره د مبارزې رییس احمد ضیا یزدانې وایی، چې دغه مرستې د پنجشیر د مرکز بازارک ښار او د پریانو، رخې او عنابې ولسوالیو کې پر ٣٠ کورنیو ووېشل شوې.

په ورته وخت کې د سمنګانو ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، ۳۵۰ مستحقو او اړمنو کورنیو ته د دغه ولایت په مرکز کې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او ۴ کیلو مۍ ووېشلې.

ممکن است شما دوست داشته باشید