روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

یو شمیرکسان پر نویو دندو وګمارل شول

شریعت: دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لزوم دید له مخی لاندی کسان پر دندو وګمارل سول:

۱- د جنوب لویدیځ زون لپاره د اقتصادی کمیسون مخکنی مرستیال مولوی رحمت الحق فضیل؛ د بهرنیو چارو وزارت د مالی او اداری معین په حیث.

‏۲- د کونړ ولایت مخکنی والی مولوی محمد قاسم خالد د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د پلټنی د معین په حیث.

۳- د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو چارو معین مولوی احمد طه د کونړ ولایت د والی په حیث.

‏۴- د موسی قلعه ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا عبدالاحد فضلی دهلمند ولایت دامنیه قومندان په حیث.

۵- د کابل ولایت د ټرانسپورت مخکنی رئیس مولوی نصرت الله خادم د غزنی ولایت د امنیت د آمر په حیث.

ممکن است شما دوست داشته باشید