روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش او نورو ډلو موجودیت یوازې فیسبوکی تبلیغات دی

د کورنیو چارو د وزیر سریاور ‌مولوی عبدالرحیم ثاقب د اروپا د سولې انستېتیوت له استازی ماریان زومبیلیو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د امنیتی مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دی.

ثاقب په دې کتنه کې د هېواد اوسنی امنیتی وضعیت ښه بللی او په دې اړه یې د اروپا د سولې انستېتیوت استازی ته ډاډ ورکړی دی.

نوموړی په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو موجودیت یوازې فیسبوکی تبلیغات بللی دی.

په ورته وخت کې د اروپا د سولې انستېتیوت استازی ماریان زومبیلیو د سولې له بهیر څخه ملاتړ او د اجماع پر جوړیدو ټینګار وکړ.

زومبیلیو همدا رنګه وویل: چمتو دی چې د سولې په برخه کې افغان حکومت ته مشورې ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید