روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

که رسول الله ﷺ مو په ټولنه کې موجود وای

ژباړه: عبید الله رقیب

که رسول الله ﷺ مو په ټولنه کې موجود وای څه به وای؟

که دغسی پوښتنه درنه وشی نو ځواب به دی څه وی؟

آیا ته به د رسول الله ﷺ له اتباعو ځینی وې او که به د هغې ډلې برخه وې چې له رسول الله ﷺ سره یې مقابله او مقاومت کاوه؟!

ایا فی الحاله د رسول الله ﷺ اوامرو ته پابند یې؟ له ممنوعاتو یې لاس نیونکی یې؟ او که څنګه؟!

ایا ته د هغو د ډلې برخه یې چې د رسول الله ﷺ له مجلسونو به بیلیدو؟ او که له هغوی ځینی یې چې هر دم او هر قدم به له رسول الله ﷺ سره مل وو؟

ای نننیه مسلمانه!

ته خبر یې چې د رسول الله ﷺ په زمانه کې یوه ټولۍ موجوده وه، په اللهﷻ او په رسول الله ﷺ یی ایمان اعلانول.. خو ځانونه یې له رسول الله نه بیل ساتل؟

ته خبر یې چې منافقینو به په ښکاره, رسول الله ﷺ ته ویل چې دوی ورسره ملګری دی او مومنان دی, خو چې ګوښه به شول بیابه یې له غصې په خپلو ګوتو غاښونه لګول؟

ای نننیه مسلمانه!

راځه خپل قران کریم مو پرانیزو, چې د اللهﷻ ایاتونه تلاوت کړو، اللهﷻ په خپل کتاب کې په موږ باندی د خپل رسول اتباع لازمه کړې ده؛ دا که رسول الله ﷺ ژوندی وی یا وفات وی اتباع یې لازمه ده, اللهﷻ یواځی د هغه په ژوند کې د هغه اتباع نه ده لازمه کړې, چې بیا نو د هغه له وفات وروسته فردی ازادی شی د هرچا چې هرڅه زړه وغواړی هماغه به کوی!

ای نننیه مسلمانه!

راځه د سورۀ آل عمران ( ۱۶۴ ) نمبر ایت تلاوت کړو چې فرمایې: ژباړه: په حقیقت کښی خو الله پر مؤمنانو دا ډېره لویه لورېنه کړېده چی په خپله له هغو څخه یې یو داسی پېغمبر را پورته کړ چی د هغه ایتونه ورته لولی، هغوی پاکوی او هغو ته د کتاب او پوهی ښوونه کوی؛ په داسی حال کی چی له دې څخه مخکی همدا خلک په څرګنده ګمراهۍ کی غورځیدلی ول. ﴿١۶۴﴾ آل عِمرَان-٣

بیا د سورۀ نساء (۶۵) ایت تلاوت کړو چې فرمایې: ژباړه: نو نه! (ای رسوله!) ستا په پالونکی قسم چې هغوى تر هغو مؤمنان کیدى نه شی څو تا په خپل منځی شخړو کې حکم کړی، بیا ستا د پرېکړو په اړه په خپلو زړونو کې تنګی و نه مومی او بشپړه غاړه کښېږدی. ﴿۶۵﴾ النِّسَاء-۴

راځه د سورۀ توبه (۱۲۸) ایت تلاوت کړو چې فرمایې: ژباړه: وګورئ! تاسی ته یو پېغمبر راغلى دى چی په خپله له همدا تاسی څخه دى. ستاسی په زیان کښی لوېدل پر هغه ګران تمامیږی. هغه ستاسی د رغېدنی حِرصناک دى، د مؤمنانو لپاره هغه خواخوږی او زړه سواند دى . ﴿١٢٨﴾ التوبَه-٩

اوس به د سورۀ احزاب (۲۱) ایت تلاوت کړو چې فرمایې: ژباړه: بېشکه تاسې لره د الله په رسول کې ښه بېلګه ده، هغه چا لره چې د الله او د آخرت د ورځې هیله لری او الله ډېر یادوی. ﴿٢١﴾ الأحزَاب-٣٣

ورپسې به د سورۀ احزاب (۳۶) ایت تلاوت کړو چې فرمایې: ژباړه: او کله چې الله او د هغه رسول د یوه کار پرېکنده پرېکړه وکړی، هیڅ مؤمن او مؤمنې لره نه دی په کار چې ورلره دې د خپل کار په اړه واک وی او څوک چې له الله او د هغه له رسوله سرغړونه وکړی، په رښتیا څرګند لارورکی شو. ﴿٣۶﴾ الأحزَاب-٣٣

ای نننیه مسلمانه!

ایا د دغو ایتونو مفهوم دی په زړه کې ځای ونیو؟ ایا نه پوهیږې چې د مسلمان په ژوند کې د هرې وړې او غټې کړنې پرېکړه باید قران او حدیث ترسره کړی؟

ایا نه پوهیږې چې د مسلمان د ژوند ټولې چارې باید د اللهﷻ په کتاب او د پیغمبر ﷺ  په سنت محکومې وی؟

ژباړه: ووایه بېشکه زما لمونځ، قربانی، ژوند او مرګ (ټول) د کائناتو پالونکی الله لره دی. [سُورَهُ الأَنۡعَامِ: ١۶٢-١۶٣]

هغه لره هیڅ شریک نشته او په دې ماته امر شوی او زه د مسلمانانو لومړى یم.

ای نننیه مسلمانه!

ته د رسول الله ﷺ له اتباع نه چیرته تښتې! رسول الله ﷺ که وفات شوی, اللهﷻ خو ژوندی دی هیڅکله نه مری, هغه اللهﷻ چې موږ یې عبادت کوو.

وَتَوَکَّلۡ عَلَى ٱلۡحَیِّ ٱلَّذِی لَا یَمُوتُ وَسَبِّحۡ بِحَمۡدِهِۦۚ

پر هغه ژوندی توکُل وکړه چی هیڅکله مړکېدونکى ندى. د هغه له ستاینی سره د هغه پاکی بیان کړه.

او نه دى محمد خو یو رسول دى. بېشکه له هغه څخه پخوا(ډېر) رسولان تېر شوی دی؛ نو که هغه مړ شی یا ووژل شی، ایا تاسې به پر شا وګرځئ؟ او څوک چې پر شا وګرځی الله ته هیڅ زیان نه شی رسولاى او الله به شکر ایستونکو ته ژر (ښه) بدله ورکړی. ﴿١۴۴﴾ آل عِمرَان٣

ای مسلمان دوسته:

ایا موږ لاروروکی نه وو چې بیا اللهﷻ د خپل رسول ﷺ  په وسیله سمه لاره راته وښوده؟!

راځه په خپلو کې سره ووایو:

که رسول الله ﷺ مو په ټولنه کې موجود وای او موږ ته یې امر کړی وای چې پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کړو.

ایا اتباع به مو کړې وه او که به مو سرکشی کوله؟

ښځو ته یې د حجاب سپارښتنه کړې وای ایا هغوى به یی اتباع کړې وه؟ که سرکشی به یی کوله او د مخالفت مظاهرې به یی کولې؟

که رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی وای چې خپل ظاهر د رسول الله ﷺ په مظهر برابر کړو ایا موږ به اتباع کړې وه او که به مو د رسول الله ﷺ له مظهر نه نورو سټایلونو ته لومړیتوب ورکاوه؟ په خوراک, څښاک کې یې په ښی لاس امر کړی وای ایا موږ به یې اتباع کوله او که به مو بیا هم په خوراک څښاک کې له چپه لاس نه کار اخیست؟

که رسول الله ﷺ ژوندی وای په اختلاط یې بندیز لګولی وای ایا موږ به اتباع کوله او که به مو دښمن ته پنا وړله او د رسول الله ﷺ د غوښتنو خلاف به مو اقدام کاوه؟

ای نننیه مسلمانه! که رسول الله ﷺ دی یو ښار ته د استازی په توګه ولیږی چې هغوی ته دینی تعلیمات ورکړه… ایا د دغې وظیفې صلاحیت لرې؟

رسول الله ﷺ خو موږ ته امر کړی دی چې د اللهﷻ په کتاب او د رسول الله ﷺ په سنتو منګولې ولګوو, هغه ﷺ  فرمایې: “ترکت فیکم ما إن إعتصمتم به لن تضلوا أبدا کتاب الله وسنتى”

ایا ته هغه څوک یې چې په کتاب او سنت یې منګولې لګولې دی او که دی دواړه شاته غورځولی دی؟

ای مسلمانه دوسته!

که رسول الله ﷺ زموږ په زمانه کې موجود وای ایا ته به یې د مجلس له نږدې خلکو ځینی وې او که به یې له مجلسه لیری ګرزیدې ؟

ای مسلمانه دوسته!

که موږ د قیامت په ورځ له رسول الله ﷺ سره د هغه په حوض مخامخ شو, ایا ته ګومان کوې چې د دې مستحق به یې چې رسول الله ﷺ له خپل حوض نه یوڅه شربت درکړی او که به له هغو ځینی یې چې رسول الله ﷺ به یې په اړه فرمایې “ورک دی شی, ورک دی شی هغه خلک چې له ما وروسته بدل شوی دی”

ای زما دوسته مسلمانه!

غواړو چې مثبت وه اوسو, منفیګرا نشو, مثبت فکر هغه څه ده چې د مسلمان خصلت ګڼل کیږی, مسلمان چې د خپل رب سره مینه لری, د خپل دین سره مینه لری, د خپل رسول سره مینه لری باید مثبت فکر ولری .

له همدغې ګړۍ وروسته مو غوښتنه ده چې هرکله همدغه صفحې اړوې باید په عملی هوډ یې واړوې, ترڅو د رسول الله ﷺ له رښتینو تابعدارانو وګڼل شې, د اللهﷻ د همدغه قول مصداق شې چې فرمایې: ژباړه: رښتنی مؤمنان هماغه دی چی الله او د هغه پېغمبر د زړه له کومی ومنی. او کله چی د کومی ټولنیزی چاری په وخت کښی له پېغمبر سره وی، نو له هغه څخه له اجازې اخیستلو پرته دی نه ځی. کوم کسان چی ستا څخه اجازه غواړی، همغوى د الله او د پېغمبر منونکی دی. نو کله چی هغوی د خپل کوم کار د پاره اجازه وغواړی، نو چا ته چی دی له هغوی څخه خوښه شی اجازه ورکړه او د دغسی خلکو په حق کښی له الله څخه د بښنی غوښتنه وکړه. الله په باوری توګه بښونکى خورا مهربان دى. ﴿۶٢﴾ النُّور٢۴

همداراز کوشش وکړه چې د اللهﷻ دغه قول په نظر کې ونیسې او د رسول الله ﷺ له تګلاری پاته نشې : ژباړه: اې مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتینو خلکو ملګری شئ. [سُورَهُ التَّوۡبَهِ: ١١٩-١٢٠]

د مدینې اوسېدونکو او د شاوخوا د بانډو اوسېدونکو ته دا هیڅکله نه ښایېدل چی د الله پېغمبر یې پرېښى او په کور ناست واى او له هغه څخه په بې پروایۍ سره د خپلو ځانونو په فکر کښی شوی واى.

ممکن است شما دوست داشته باشید