روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کندهار کې زرګونه کېلو ګرامه اومان کشف او وسوځول شول

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې په زیاته اندازه اومان(هغه بوټی چې د نشه یی توکو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېږی) کشف او وسوځول شول. د شاه ولیکوټ ولسوالۍ ځایی چارواکی وایی، پر اومانو بار یو موټر، چې غوښتل یې له روزګان ولایت څخه کندهار ته یاد توکی ولېږدوی د دغې ولسوالۍ په اړوندو  کې ونیول شول. د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد بوټی، چې شاوخوا ۱۵۰۰ کیلو ګرامه وزن یې درلود نن د شاه ولیکوټ د امنیې قومندان او د ولسوالۍ، کرنې او چاپیریال ساتنې ادارې د استازو پر وړاندې وسوځول شول. ځایی مسولین وایی، د اومانو د لېږدونکی موټر چلونکی یې د دغې قضیې په تور نیولی، او اوسمهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید