روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کندهار کې د روانی ناروغانو درملنې مرکز پرانیستل شو

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایی، چې په دغه ولایت کې د روانی ناروغانو د درملنې مرکز د سرې میاشتې له لوری د عینو مېنې په سیمه کې پرانیستل
شو. د افغانی سرې میاشتې مرستیال ملانورالدین ترابی د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته  وویل، چې په دغه روغتیایی مرکز که به د کندهار ترڅنګ د ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو د روانی ناروغانو درملنه هم کېږی.

د یاد ونی وړده چې یاد روغتیایی مرکز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم ترتیب او خدمت ته وقف شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید