روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کندهار ښار دتاریخ په اوږدو کې !

د کندهار ښار حصار

لیــــــــکوال : حـــــــمزه الیا س

دکندهار دښار حصار چې په ۱۱۵۱ هــــ  ق کې دنادر شاه  افشار له خوا جوړ شوی  دی ، مغولی شاه جهان د(اتو لکو رپو په لګښت بیا له سره ترمیم کړ) په یو پراخه سیمه کې دکندهار دښار بنسټ هغه مهال کېښول شو، چې احمد شاه بابا دپانی پت تر جګړې وروسته هیواد ته راستون شو په لرغونی نوم یې داراکوزیه اوبیا دمقصود ښار اوداحمدشاهی ښار په نامه یادوی ، وروسته داشرف البلاد لقب ورکړل شو

دکندهار ښار دساختمانی جوړښت له مخې په مستطیل شکل جوړ شوی اویوحصار ترې راتاؤ شوی و، چی لوړ لوړ برجونه یې درلودل  ددې نوی ښار څلورو خواوو ته څلور دروازې درول شوې وې ، سلامخانه اوشاهی ارګ یې درلودل  چې  دا دروازې په لاندې توګه ښودل شوی دی

دلویدیځ دروازه یادشمال بازار دعیدګاه ددروازې په نوم اویا دشاه بازار دروازه

جنوب ته دشکارپور دروازه ، یا دشکار پور بازار

ختیځ ته دکابل دروازه             شمال ته دهرات دروازه

داقتصادی  ، تاریخی ، فرهنګی ، اوستراتیژ ی اهمیت له مخې  کندهار ښار دهیواد له مهمو ښارونو څخه و

نادر شاه دخپلو لښکر کشیو په ترڅ کې ، چې دهیواد په لویدیزو او جنوب لویدیزو سیمو کې ترسره کړی دی ، دکندهار ښار پخپل یوپو ځی مرکز واړاوه بیا یې هلته یو پخه کلا هم جوړه کړه ددې کلا په جوړولو یې هغه وخت پیل وکړ، چې  دشیر سرخ دمزار په سیمه کې یې خپله قرارګاه واړوله، نوله ځنډه پرته یې هلته دیوې پوځی کلا پرجوړولو لاس پورې کړ

ددې کلا ددېوالو نو اوقرارګاه په جوړولو کې یې دکلیو بې وسلې، بزګران اوافغانی بندیان وګومارل داکلا ترجوړیدو وروسته پرنادرآباد ونومول شوه  ددې کلا دویجاړوشویو دېوالونو پاتې شونی اوس هم شته

نادر شاه ددې پو ځی کلا په واسطه وکړای شول ، چې ځان دکندهاریانوله بریدونو اوشبخونونو وژغوری  همداشان یې هلته دیوالونو په یوه کیلو مترۍ کې جنګی برجونه جوړ کړل  ، چې ددووبرجونوپه منځ کې دسلو مترو په فاصله لس لس تنه  وګومارل شول اوپه دې ترتیب نه یوازې دکندهار  دښار کلابندی سخته شوه بلکې ځانته یې ښه ډاډمن پناه ځای هم جوړ کړ

تاریخی اسناد ښیې ، چې په پورتنیو جګړو کې دکندهار په شاوخوا کې یو شمیر نورو پخو کلاګانو اودهغو حصارونو ته هم اشاره شوې ده  ، چې یوه یې دکشک (کوشک)  کلا ده چې په ۱۱۶۸ هـــ ق  کې داحمدشاه بابا له خوا آباده شوې ده اودکندهار له کلاسره په یوه وخت کې جوړه شوې ده

ممکن است شما دوست داشته باشید