روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کندهار ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی

د کندهار ځایی چارواکی وایی چې دغه ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. د کندهار ولایت ځایی چارواکو رسنیو ته ویلی چې په وروستیو کې په کندهار کې د احمد شاه بابا تاریخی مقبرې، خرقې مبارکې او نورو ورته تاریخی اباداتو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. د دوی په خبره په دې سیلانیانو کې کورنی او بهرنی سیلانیان شامل دی. دوی وایی هڅه کوی چې دغه ولایت ته لا ډېر سیلانیان جذب کړی څو له یوې خوا د افغانستان د فرهنګ پالنه وشی او له بلې خوا سیاحت د سیمې خلکو ته په عایداتی سرچینه بدل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید