روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کرکټ د ټول امت لپاره لوی پېغور دی!

س.سعید

که د یو چا کور کې اور بل وی، پردی خلک یې پر کور ورننوتی وی، ښځې یې ترې برمته کړې وی، کور یې ور وران کړی وی او عملاً دوی سره جګړه روانه وی، ایا هغوی به کرکټ یا نورې لوبې وکړی؟!!

متأسفانه! نن ټوله اسلامی نړۍ د کفارو له خوا اشغال ده، اسلامی خلافت نشته، یو امت په لسګونو هېوادونو وېشل شوی او هر هېواد کې د کفارو ګوډاګیان او سیکولران حاکمان دی، زموږ خویندې د کفارو زندانونو کې پرتې دی، زموږ هېوادونو کې فحشاء، بې دینی او بد اخلاقی ته تبلیغ روان دی، عملآً اشغال یو، هره ورځ وژل کېږو، نظامی، سیاسی، اقتصادی او ټولنیزه خپلواکی مو سلب ده. هماغه امت چې یو وخت د پرمختګ او تعرض په حال کې ؤ، نن د دفاع وس هم نه لری. اسلامی نړۍ په لسګونو هېوادونو تقسیم او بیا ټول خپلو کې په اختلافاتو او دښمنیو ښکېل دی.

مګر! بیا هم زموږ ځوانان د نظامی معسکراتو پر ځای، د کرکټ میدانونو کې مصروف دی. ایا دا لوی شرم نه دی، چې موږ په دغسې حالاتو کې لوبې کوو؟! که واقعاً دغه الهی فیصله منو چې: (ټول مسلمانان سره وروڼه دی)، نو ایا دغه حالت زموږ لپاره لوی پېغور نه دی؟! که د یو چا خور کفارو برمته کړې وې، کور کې یې اور بل وی او عملاً جګړه کې ښکېل وی، نو ایا هغه به کرکټ وکړی؟! نو معلومه ده چې دغه الهی فیصله زموږ زړونو کې ځای نه لری، که نه کله به مو په دغسې عبثیاتو ځان مصروف کړی ؤ. داسې مصروف چې علماء، شیوخ او حاکمان مو هم پکې لګیا دی.

بل  دا چې دغه لوبه د مسلمانانو تاریخ او کلتور کې هیڅ ځای نه لری، د مسلمانانو لوبې معلومې دی. مسلمانانو به اسونه ځغلول، د تورو او نېزو مقابلې به یې کولې، نښه به یې ویشتله، لامبو به یې وهله او پهلوانی به یې کوله. چې اوس زمانه کې هم نښه ویشتل، لامبو وهل، پهلوانی کول او د تورو او نېزو پر ځای باید نور نظامی تدریبات وشی.

البته یوه یادونه باید دا هم وشی، چې متأسفانه زموږ خپله افغانی ټولنه خو ډېره لنډ فکره ده، اوس حالاتو کې به دغه لیکنه هم د پاکستان په ګټه بولی! حال دا چې ما پورته لیکنه کې د هیڅ هېواد نوم نه دی اخیستی او زه همدغه غم ژاړم چې یو امت په لسګونو برخو تقسیم شوی، نو زه بیخی د پاکستان او نورو هېوادو له نوم سره خلاف یم. نو یوازې افغانان نه، بلکې په نوم مسلمان که شرم لری، باید د کرکټ، فوټبال، سریال، ګېم او نورو عبثیاتو نوم هم باید وانخلی.

خو افسوس! چې اوس مشران علماء او حاکمان هم د لوبې ګټلو او بایللو په اړه؛ د مبارکی او تسلیت پیغامونه خپروی. ځینې خو یې بیا داسې خوشحاله دی، لکه بیت المقدس یې چې فتح کړی وی!

شیخ محمد الغزالی رحمه الله ویلی: نه پوهیږم یو امت ولې د ورزشی لوبو په ډګر کې د ماتې له امله په غصه او احساساتی کیږی. مګر د تمدنی، صنعتی او ټولنیزو ماتو له کبله یې یو وېښته هم نه ښوری.

تـه چـې تـرې امېـد د محـمـد ابـن قـاسـم کـوې

مست هغه ځوانان دی په کرکټ؛ عافیې مه ژاړه

ممکن است شما دوست داشته باشید