روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کرونا وبا په دوو کلونو کې ۱۵ میلیونه انسانان مړه کړی

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې کرونا وبا په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې نږدې ۱۵ میلیونه انسانان مړه کړی دی. دې سازمان په یوه مفصله اعلامیه کې دا خبره کړې ده. د اعلامیې له مخې د ۲۰۲۰ کال له جنوری د ۲۰۲۱ کال تر ډسمبر پورې د هغو مړینو شمېر چې په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه له کرونا سره تړلی دی ۱۴ میلیونه او نهو لکو ته رسیدلې. په اعلامیه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر تدروس ادهانوم له قوله راغلی چې د مړینو دا شمېر ښیی چې له کړکیچونو سره د مبارزې لپاره د روغتیایی سیسټمونو د پیاوړتیا سخته اړتیا لیدل کېږی. د روغتیا سازمان له لوری دا خبر داسې مهال ورکول کېږی چې یو ځل بیا په نړۍ کې د کرونا وبا د ډېرېدو په اړه اندېښنې راپورته شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید