روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کاناډا په کابل کې خپل ډیپلوماتیک فعالیت بیرته پیلوی

له یو شمېر عربی، اروپایی او اسیایی هېوادونو وروسته کاناډا هم نیت لری چې په کابل کې خپل ډیپلوماتیک فعالیت له سره پیل کړی.

ګلوبل نیوز نشریې راپور ورکړی چې کاناډا په کابل کې د خپلو کونسلی خدماتو د بیرته پیلولو لپاره خپل یو شمېر ډیپلوماټان کابل ته رااستوی.

په هغه راپور کې چې پرون د جمعې په ورځ خپور شوی د کاناډایی چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د« JTF2» په نوم ځانګړی ځواکونه به د دغو ډیپلوماټانو د امنیت مسئولیت په غاړه لری.

کاناډایی چارواکودغه راز ویلی، چې یو شمېر نور هېوادونه هم غواړی په ورته توګه په کابل کې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه له سره پیل کړی؛ خو ددغو هېوادونو نومونه یې نه دی په ډاګه کړی.

تردې وړاندې سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او اندونیزیا هم په کابل کې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه له سره پیل کړی وو. ددې ترڅنګ د جرمنی او فرانسې په ګډون یو شمېر نورو اروپایی هېوادونو هم ژمنه کړې وه، چې په کابل کې به خپل فعالیتونه له سره پیل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید