روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کابل کې ۱۲ تنه د نشه یی توکو د پلور په تور ونیول شول

شریعت: د کابل امنیتی چارواکی وایی چې په دغه ولایت کې یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوه اندازه نشه یی توکی ترلاسه کړی او ۱۲ تنه یې د پلور په تور نیولی دی.

د کابل د امنیې قومندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر عبدالله عزیزی وایی چې کشفی او امنیتی سرتېرو یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ښار اړوند په لومړۍ، دویمه، څلورمه او لسمه ناحیه کې په زیاته اندازه، ډول ډول نشه یی توکی یې ترلاسه کړی دی.

عزیزی همدارنګه زیاته کړه چې په نیول شویو نشه یی توکو کې ۱۳زره ۳۰۰  قرصه ټابلیټ کا، یوه اندازه تریاک او چرس شامل دی.

د نوموړی په وینا په دې عملیاتو کې د الکولی مشروباتو دوه کارخانې هم له منځه وړل شوې دی.

سرچینه وایی چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ادارو ته وسپارل شی.

د کابل د امنیې قومندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر د نشه یی توکو کاروباریانو ته خبرداری ورکړ چې له دې کاره نه لاس واخلی، او که داسې ونکړی نو سخت چلند به ورسره وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید