روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کابل کې د ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت (د کوویډ-۱۹ جنیټیکی پیښې او د سرطان ناروغۍ تشخیصیه لابراتوارونو) پرانستل شول

شریعت: د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندرعباد وړمه ورځ د کابل  په  مرکزی لابراتوارونو کې د ” جینومک سیکونیسنگ” (  دکویډ- ١٩، جنیتکی پېښې او د سرطانی ناروغیو د تشیخص لابراتور) پرانیست.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د دغه لابراتوار د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې ” جینومک سیکونیسنگ” لابراتور په فعالیدو سره  به دعامې روغتیا وزارت وکولاى شی چې له دې وروسته  د کوید-١٩ ، جنیتکی پېښې او سرطانی ناروغۍ په هېواد کې تشخیص کړی.

نوموړی زیاته کړه چې د دغه لابراتوار او ماشین آلات د نړۍ روغتیایی سازمان په همکارۍ د ٣۵٠ زرو امریکایی ډالرو په ارزښت برابرې شوې دی.

ډاکټرعباد زیاته کړه چې په افغانستان کې مخکې له دې د ” جینومک سیکونیسنگ” دغه شان لابراتور شتون نه درلود او د دغه لابراتوار فعالېدل د دغو برخو ناروغانو سره مرسته کوی چې د تشخیص لپاره بهر ته لاړ نه شی.

دغه راز د عامې روغتیا سرپرست وزیر په هېواد کې د طبی ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په مقصد د دغه وزارت د هلو ځلو ډاډ ورکړ.

وروسته  د عامې روغتیا وزارت تشخیصیه رییس ډاکټراحمدناصر حنفی د ” جینومک سیکونیسنگ” لابراتوار په اړه معلومات ورکړل او د دغه تشخیصیه مرکز پرانیستل یې د هېواد په روغتیایی برخه کې یوه ښه لاسته راوړنه وبلله.

دغه راز په کابل کې د نړۍ روغتیایی سازمان د ساری ناروغیو  د سرویلانس تخنیکی مسوول ډاکټر محمدعمر مشال په خپلو خبرو کې وویل چې د نړۍ روغتیایی سازمان ژمن دى چې د افغانستان له خلکو سره د روغتیایی خدمتونو د و ړاندې کولو په برخه کې به مالی ملاتړ وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید