روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کابل کې د سوالګرو راټولولو کمېټه: د ۷۴۰۰ راټول شویو سوالګرو له جملې ۲۴۶۲ تنه یې مستحق وپېژندل شول

شریعت: کابل کې د سوالګرو راټولو کمېټه چې د هیواد د رئیس الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر لخوا جوړه شوې، وایی چې تر دې مهاله مو د مرکز کابل له مختلفو برخو څخه ۷۴۰۰ تنه سوالګر راټول کړی دی.

یاده کمېټه زیاته وی چې د راټول شویو سوالګرو له جملې څخه ۴۹۶۳ ښځینه دی چې له مخې یې له کره معلوماتو وروسته ۱۲۹۶ مستحقی او ۳۶۶۷ نوری یې بیا حرفوی سوالګری ثابتی شوې دی.

همدارنګه د راټول شویو  سوالګرو له جملې څخه ۶۳۹ تنه نارینه دی چې له دقیقو پلټنو وروسته یې ۱۹۰ مستحق او ۴۴۹ نور یې بیا حرفوی سوالګر پېژندل شوی دی.

د دې ترڅنګ یاده کمېټه وایی چې د یادو سوالګرو له جملې څخه ۱۷۹۸ ماشومان دی چې له ارزونی وروسته یې ۹۷۶ مستحق، ۷۸۱ یې حرفوی او ۴۱ نور یې بیا بې سرپرسته دی.

د یادولو ده چې هیوادوال د اسلامی امارت له دې ستر کار څخه هرکلی او خوښی ښودلې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید