روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کابل کې د تذکرو د وېش  یوه مرکزه ۳۰ میلیونه افغانۍ عواېد راټول شوی

باختر آژانس: د احمد شاه بابا مېنې د الکترونیکی تذکرو وېش څانګې مسووولین په تېرو څو میاشتو کې توانېدلې چې له ۱۰۰ زرو زیات غوښتنلیکونه طی مراحل او غوښتونکو ته تذکرې ووېشی.

د احمدشاه بابا مېنې د الکترونیکی تذکرو وېش څانګې عمومی مدیر احمد ولی غفوری وایی چې دې وېش څانګې د ۱۰۰ زره الکترونیکی تذکرو په وېش سره شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ عواېد د دولت خزانی ته راټول کړی.

دغه وېش څانګه د ۶۶ کارکوونکو په لرلو سره، په بېلابېلو برخو کې نارینه وو او ښځو ته د نوملیکنې، بایومټریک او وېش خدمتونه وړاندې کوی چې په ورځنې ډول د شاوخوا ۲۰۰۰ غوښتنلیکونو د طی مراحل وړتیا لری چې یادې وېش څانګې ته په منځنی ډول ۱۰۰۰ غوښتونکی مراجعه کوی.

ښاغلی غفوری زیاتوی، چې په یاده وېش څانګه کې د نویو تذکرو د وېش ترڅنګ، له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دی چې هېوادوالو ته د کورنۍ د نویو غړو د ثبت، د کورنۍ د پاتې غړو د ثبت، د مثنی تذکرې او د ودونو او زېږونونو د ثبت خدمتونه وړاندې کوی.

عبیدالله چې د احمدشاه بابا مېنې د الکترونیکی تذکرو وېش څانګې ته ورغلی وایی، چې پخوا یې الکترونیکی تذکره اخیستې او دا چې الکترونیکی تذکرو په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې، نو په همدې خاطر د کورنۍ پاتې غړو ته هم الکترونیکی تذکرې اخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید