روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ښېګڼه

۲۳

له براءبن عازب نه روایت دی وایی : پیغمبر مونږ ته په اووشیانو امروکړاوله اوونورو یې منع کړو، په جنازه پسې دتللو، دمریض دپوښتنې، دبلنې دمنلو، دمظلوم دمرستې، له قسم نه دبری کېدو، دسلام په ځوابولواوپرنجېدونکی ته د[ یرحمک الله ] په ویلو یې امرراته وکړ، اود سپینوزرودلوښو، دسروزرودګوتې، دورېښمینو اونیمه ورېښمینو جاموله استعمال یې منع کړو.  ( البخاری ـ الفتح ۱‍‍(۵‍‍‍‍)،مسلم (۶‍‍‍‍)واللفظ له).

رفاعه روایت کوی وایی : چې زه له رسول الله  سره لمانځه ته ووتم ګورو چې خلکو بیا خرڅلاو شروع کړی، نو هغوی ته یې ورغږ کړ چې : ای سوداګرو! هغوی چې سرونه راپورته او غړۍ جګې کړې،  ورته ویې فرمایل : تجاران به دقیامت په ورځ په فاجرانوکې راپورته کیږی البته له هغو پرته چې له خدایه وېریږی، ښېګڼه کوی او رښتیا وایی .  ( ابن ماجه (۶‍‍‍‍).وصححه الألبانی.).

دعبدالله بن عباس  نه روایت دی فرمایی  له رسول الله  سره له عرفې نه راوګرځېدم ، پیغمبر شاته داوښ دوهلو غږ او زګېروی واورېده نو په خپله قمچینه یې هغوی مخاطب کړل او ورته ویې فرمایل : ای خلکو! په  حوصله اواطمینان ځئ، نیکی دانه ده چې تیزی وکړئ او زحمت جوړکړئ . ( البخاری ـ الفتح۳‍(۱‍‍‍‍)واللفظ له. ومسلم(۲‍‍‍‍)).

له نواس روایت دی وایی : له رسول الله  نه مې  وپوښتل چې نیکی څه شی ده او ګناه څه وی ؟ هغه وفرمایل : نیکی ښه اخلاق دی اوڅه شی دې چې په زړه کې راتېریږی  خو نه خوښوې چې خلک دې پرې خبرشی ،هغه  ګناه ده .  ( مسلم (۳‍‍‍‍).

له حضرت جابر رضی الله عنه نه روایت دی وایی: نبی علیه السلام وویل  چې د قبول شوی حج بدله له جنت پرته نه بل څه نه ده ویل : ښېګڼه یې څه ده ؟ ویل : خوراک ورکول او ښې خبرې .  ( قال الحافظ الدمیاطی: رواه أحمد والطبرانی بإسناد حسن. وابن خزیمه والحاکم باختصار، وقال: صحیح الإسناد . انظر المتجر الرابح (ص: ۶‍‍‍، ۷‍‍‍).)

ابوهریره وایی : رسول الله  وفرمایل : په کومه شپه چې معراج ته بوتلای شوم په هماغه شپه مې دپیریانو لوی پېری  ولید چې له مانه یې داور سکروټه غوښته، چې ور وبه مې کتل وبه مې لید، جبراییل  راته وویل : یوڅو داسې ټکی در ونه ښایم چې په ویلو سره به یې درڅخه دفع او پړمخې ولوېږی ؟! رسول الله  وویل : هو! جبرائیل  وویل : وایه چې : أَعُوذُ بِوَجْهِ اللهِ الْکَرِیمِ، وَبِکَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ الَّتِی لاَ یُجَاوِزُهُنَّ برٌّ وَلاَ فَاجِرٌ مِنْ شَرِّ مَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمِنْ شَرِّ مَا یَعْرُجُ فِیهَا، وَمِنْ شَرِّ مَاذَرَأَ فِی الأَرْضِ وَمِنْ شَرِّ مَا یَخْرُجُ مِنْهَا،وَمِنْ فِتَنِ اللَّیْلِ وَالنَّهَارِ،وَمِنْ طَوَارِقِ اللَّیْلِ ، إِلاَّ طَارِقًا یَطْرُقُ بِخَیْرٍ یَا رَحْمَنُ])   دالله تعالی په کریم ذات او هغو بشپړو ټکو داسمان له راښکته کېدونکی  اوپورته ختونکی شرنه پناغواړم چې نه ترې نیکوکار اونه بدکار تجاوز کولای شی، اوهم په ځمکه کې دپټ او راوتونکی شرنه ، دغه راز دشپې له دروازه ټکوونکی نه پنا غواړم ، البته له هغه پرته چې ښه خبر ورسره وی. ای رحمانه ذاته ! (أحمد فی المسند (۲‍/۹‍‍‍) وقال محقق جامع الأصول (۴‍/۷‍‍‍):حدیث حسن)

عبدالله بن مسعود روایت کوی وایی : رسول الله  وفرمایل : رښتیا وایاست، ځکه رښتیا سړی نیکی ته رسوی اونیکی بیا سړی جنت ته رسوی، ډېر ځله یوسړی رښتیا وایی اودرښتیاوو په کوشش کې وی تردې چې دالله تعالی په نزد رښتیاویونکی حساب شی.

دروغ مه وایئ! ځکه دروغ سړی بدکاری ته بیایی اوبدکاری بیا سړی اورته غورځوی، ډېرځله یوسړی  دروغ وایی او ددروغو کوشش کوی نو دالله تعالی په نزد هم دروغجن وګڼل شی .   ( البخاری ـ الفتح ۰‍‍(۴‍‍‍‍). ومسلم (۷‍‍‍‍) واللفظ له).

له ابن عمر رضی الله عنهما روایت دی، وایی:  رسول الله صلی الله وسلم به چې په اوښ کښېناست او د سفر اراده به یې وکړه ؛ نو درې ځله به یې تکبیر ووایه اوبیا به یې وویل 🙁 سُبْحَانَ الَّذِى سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا کُنَّا لَهُ مُقْرِنِینَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ ….) هغه (الله) لره پاکی ده, چې دا یې راته تابع کړى  حال دا چې موږ یې راټینګوونکی نه وو.او یقیناً موږ د خپل رب لور ته ورګرځېدونکی یو ،خدایه !  له تا نه په دې سفر کې نیکی ،تقوا او داسې عمل غواړم چې ته پرې راضی کیږې ،خدایه! دا سفر راته اسانه کړې، او دا لری فاصله یې راته را ونغاړې . خدایه!  ته مو د سفر ملګری او د کورنۍ ساتونکی یی . د سفر له کړاوونو ، بد نظره او بد را ستنېدو تا ته پنا در وړو اوبېرته به چې راوګرځېده هم داکلمې به یې تکرارولې: (په خیر) راستنېدونکی ، توبه ایستونکی ، عبادت کوونکی او د رب ستایونکی یو .  ( مسلم (۲‍‍‍‍)).

ثوبان روایت کوی وایی : رسول الله  فرمایی : په عمرکې له نیکی پرته بل څه زیاتوالی نه شی راوستلای اونه تقدیرله دعا پرته په بل څه بدلېدای شی، له شک پرته چې سړی خپله روزی دګناه په کولو سره په لغته وهی . ( الترمذی (۹‍‍‍‍) وقال: حدیث حسن غریب. وابن ماجه(۰‍‍) وحسنه الألبانی، صحیح ابن ماجه(۳‍‍). والحاکم فی المستدرک (۱‍/۳‍‍‍) وقال: صحیح الإسناد ولم یخرجاه ووافقه الذهبی .و صحّح محقق [جامع الأصول] (۹‍/۵‍‍‍) لفظ الترمذی منه).

نبیشه  روایت کوی وایی : یوه سړی رسول الله ته را غږ کړ: مونږ به په جاهلیت کې درجب په میاشت کې دبتانو په نامه حلاله کوله، څه راته په کې وایې ؟ رسول الله  وفرمایل : دالله تعالی په نوم یې په هره میاشت کې کولای شئ! دخدای لپاره خلکوته ورکړه اونیکی کوئ، هغه وویل : مونږ خوبه په جاهلیت کې د اوښې نوی زېږېدلی جونګی هم دبتانوپه نامه حلالاوه، په هغه کې څه حکم راته کوئ!؟ ویې فرمایل : دهرې څرېدونکې اوښې نوپیدا جونګی  چې دبارشی حلالولای یې شې .  ( النسائی (۷‍/۹‍‍‍) . وأبو داود(۲۸۳۰‍) وصححه الألبانی صحیح سنن أبی داود(۴‍‍‍‍) وقال نصره [استحمل للحجیج ذبحته فتصدقت بلحمه]. وقال محقق [جامع الأصول] (۷‍/۵۰۷‍): إسناده حسن).

عبدالله بن عمر وایی چې حضرت عمرته په خیبرکې  ځمکه ورسیده، رسول الله ته راغی  اومشوره یې ورسره پکې کوله، ورته ویې ویل : یارسول الله  ماته په خیبرکې ځمکه رسیدلې، چې تردې ښه مال له ماسره هیڅکله نه و، څه پکې وایې ؟ هغه ۲ ورته وفرمایل : که دې خوښه وی ځمکه دې په خپل ځای وی، خوصدقه یې کړه، دی وایی چې هغه داځمکه خیرات کړه او ویې ویل چې دابه نه خرڅیږی، نه به چاته هبه کیږی اونه به یې څوک په میراث وړلای شی ، غریبانو، خپلوانو، مریانو، مسافرواومېلمنوته یې وقف کړه، اوکه چاته سپارل کېده نو باک نشته چې په ښه ډول یې ترې وخوری خوچې تصرف  اوملکیت پکې ونه کړی .     ( البخاری ـ الفتح ۵‍(۷‍‍‍‍)واللفظ له. ومسلم (۲‍‍‍‍)).

ابوهریره رضی الله عنه وایی: رسول الله صلی  الله علیه وسلم وویل: “یو ځل یو سړی روان و په لاره یې ، د ازغو یوه څانګه ولېده او د لارې نه یې ګوښه کړه. نو الله تعالی د ده مننه وکړه او بښنه یې ورته وکړه. بیا یې وویل: “شهیدان پنځه ډوله دی: چې په وبا مړ شی، د نس ناستی ناروغۍ له امله ومری، په اوبو کې ډوب شی، تر دېوال لاندې شی او چې د الله په لار کې شهید شی.    ( البخاری ـ الفتح ۵‍(۲‍‍‍‍). ومسلم (۴‍‍‍‍)).

ابوهریره روایت کوی  وایی : رسول الله  وفرمایل : یوځل یوسړی په لاره روان وچې ډېر سخت تږی شو ، یوکوهی یې وموند ورښکته شو او اوبه یې وڅښلې، کله چې له کوهی راوخوت ګوری چې یوسپی له ډېرې تندې لمدې خټې خوری، سړی له ځان سره وویل چې سپی ته هم داسې تنده رسېدلې لکه ماته، نو کوهی ته ښکته شو، خپله موزه یې له اوبوراډکه کړه او سپی ته یې ورکړې ، الله تعالی یې ستاینه وکړه او ویې باښه . صحابه وو  وویل : ایامونږته په څارویوکې هم ثواب شته ؟ هغه وفرمایل : په هرلامده زړی کې ثواب شته .     ( البخاری- الفتح ۰‍‍(۶۰۰۹‍)واللفظ له،ومسلم (۴‍‍‍‍)).

حذیفه رضی الله عنه وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ستاسو نه مخکې امتونو کې  د یو تن روح پرښتو قبض کړ بیا یې ورته وویل: دخیر ښېګڼې کوم کار دې کړی؟ هغه ویل: نه! دوی ورته ویل: را یاد یې کړه. ده ویل: ما به خلکو ته پورونه ورکول خپلو زامنو ته به مې ویل چې تنګلاسه خلکو ته وخت ورکوئ او له شتمنو سره اسانی کوئ. الله تعالی ملایکانو ته وویل، و یې بښئ.     ( البخاری ـ الفتح ۴‍(۷‍‍‍‍). ومسلم (۰‍‍‍‍))

ابوهریره له رسول الله  روایت کوی چې فرمایلی یې دی : په بې سرپرسته ښځې او مسکین باندې پاملرنه داسې ده لکه مجاهدچې دالله تعالی په لاره کې جهاد کوی، اویا لکه  هغه روژه نیونکی چې روژه نه ماتوی یا لکه هغه کس چې تل په لمانځه ولاړ وی .    ( البخاری ـ الفتح ۰‍‍(۷‍‍‍‍). ومسلم (۲‍‍‍‍)).

ابوذر رضی الله عنه وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: “نېک کار کم مه ګڼه، که څه هم له خپل ورور سره په ورین تندی مخ کېدل وی.    ( مسلم (۶‍‍‍‍)).

ابوهریره رضی الله عنه وایی:  رسول الله صلى الله علیه وسلم ووېل: هره ورځ چې لمر راخیږی د انسان د هر بند په بدله کې  صدقه کول ضروری وی، د دوو مسلمانانو تر منځ روغه کول صدقه ده، له یو چا سره پر سورلۍ باندې بار  اړول صدقه ده، او همدا راز کوم کالی یا بل شی ور پورته کول هم صدقه ده، هر  ګام چې د لمانځه له پاره اخلې دا صدقه ده، اوله لارې څخه  زیان رسوونکی شیان لرې کول هم صدقه ده.   ( البخاری ـ الفتح۵‍(۷‍‍‍‍). ومسلم (۹‍‍‍‍)واللفظ له).

حذیفه  روایت کوی وایی : پیغمبر فرمایلی : هرنیک کار صدقه ده .   (البخاری ـ الفتح (۱‍‍‍‍). ومسلم (۵‍‍‍‍))

له انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی، وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هر مسلمان چې یو نیالګی نیال کړی، یا څه شی وکری نو که مرغه، انسان، څاروی (او هر شی) یې چې ترې وخوری، د ده لپاره صدقه وی.    ( البخاری ـ الفتح ۵‍(۰‍‍‍‍). ومسلم (۳‍‍‍‍)).

عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې په الله پناه وغواړې، تاسو پناه ورکړئ، څوک چې یې د الله په نوم  (شی) درڅخه وغواړې تاسو یې ورکړئ، څوک چې د الله په نوم ګاونډیتوب درڅخه وغواړې تاسو یې ورکړئ، څوک چې درسره نېکی وکړی تاسو یې ورپوره کړئ او که څه درسره نه وی بیا دعا ورته کوئ تردې چې پوه شې نېکی مې ورپوره کړه.     ( النسائی (۵‍/۲‍‍) وصححه الألبانی صحیح سنن النسائی(۷‍‍‍‍) وهو فی الصحیحه له(۴‍‍‍).وأَبو داود (۳‍‍‍‍). وصححه محقق [جامع الأصول] (۱‍‍/۶۹۲‍)).

ابوهریره  روایت کوی وایی : ډېر سخت بې سېکه او وږی وم حضرت عمرمې ولیددقرآنکریم دیوه آیت پوښتنه مې ترې وکړه، آیت یې راوښود اوکورته ننوت ، ډېرنه وم تللی چې له لوږې او سستیا راپرېوتم ، ګورم چې رسول الله ۲ مې سرته ولاړدی، ویې ویل : اباهره ! ما ورته کړه چې ها! موراوپلارمې له تا زارشه، له لاسه یې ونیولم پورته یې کړم او راباندې پوه شو(چې له لوږې داسې یم) بیایې دشیدویوه لویه کاسه راوښوده، شیدې مې ترې وڅښلې، راته ویې ویل : اباهره بیاورشه او ویې څښه ، ورغلم او بیامې وڅښلې، په دریم ځل یې بیا راته وویل چې ورشه زه هم ورغلم اودومره مې وڅښلې تردې چې خېټه مې لکه پیاله داسې شوه، دی وایی چې بیا له حضرت عمر سره مخ شوم هغه ته مې داحال ووایه او ورته ومې ویل چې خدای پاک مې چاره ترتاهم ښه چاته وسپارله ، په والله چې دایت پوښتنه مې دهمدې لپاره درڅخه کوله ورنه ترتاښه راته معلوم و، هغه وویل : په الله تعالی سوګندچې که کورته مې بېولای وای داماته تر سرو اوښانو هم بهتره وه .   ( البخاری ـ الفتح ۹‍(۵‍‍‍‍))

پای

 

ممکن است شما دوست داشته باشید