روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ښوونځی، مدرسه او پوهنتون ټول زموږ د پرمختګ مرکزونه دی

د افغانستان اسلامی امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفی د کابل پوهنتون له استادانو سره په لیدنه کې ویلی چې استاد د ټولنې لپاره د پلار حیثیت لری، عالم او دانشمند چې د خدای پر وړاندې کوم حیثیت لری د بل چا نشته دی. نوموړی څرګنده کړې ده هغه ملت تل بریالی وی چې خپلو ارزښتونو، عقیدې او اقدارو ته ژمن پاتې شی، خو په خبره یې، هغوی بیا ټول ناکام ملتونه بلل شوی چې یاد ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړی دی. شیخ خالد هغو استادانو ته په اشارې چې له هېواده وتلی دی ویلی، چې هېواد ته ژمن خلک په انقلابونو او بدو شرایطو کې د خپل ملت تر څنګ وی. هغه ټینګار کړی دی چې ښوونځی، مدرسې او پوهنتونونونه ټول د هېواد او ملت د پرمختګ مرکزونه دی او دوی ته یو ډول ارزښت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید