روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ږیره د انسان مخ او پوستکی ته څه گټه رسوی؟

ږیره ستاسو له پاره ښه ده؛ له ږیرې سره د مخ د زړېدو پروسه ټکنۍ کېږی.

بن افلک، جورج کلونی، هیو جکمن، او سام منډس تمایل ښودلی چې ږیره پرېږدی.

ډېلی مېل : ډېرې ښځې دی چې له بې ږیرو سره نه غواړی ملگرتیا وکړی.

مخکې له دې چې خپل خاوند(مېړه) ته ووایاست چې پل(پاکی / ماشین) راواخلی؛ ښه به وی چې ښه فکر وکړئ؛ ځکه برېت او ږیره دواړه د نارینه د سلامتۍ له پاره مفید دی.

د لمر پر وړاندې ساتنه کوی:

په وروستیو کې چې د (University of Southern Queensland) پوهنتون څېړنه په (Radiation Protection Dosimetry) مجله کې خپره شوې ده ښیی چې د لمر د مضره وړانگو پر وړاندې محافظت کوی.

څېړونکو دا موندلې چې د مخ هغه ساحې چې برېت یا ږیره په کې ده او مخ یې پټ کړی دی، په دغو خلکو کې د (UV) مضرې اشعې اثرات په متوسط ډول د هغو سیمو په پرتله یو پر درې کم دی چې هلته «خلک وېښتان نه لری»

دغې مطالعه کې له ږیرورو(هغوی چې ږیرې یې له یونیم تر درې نیم انچه وې) او بې ږیرو څخه د پرتله په پار استفاده وشوه.

په یاده شوې مطالعه کې څېړونکو په هم مهاله توگه، د (dosimetric) تکنیکونو څخه په استفادې د اشعې میزان او د جذب گراف دواړه محاسبه او مطالعه کړل.د دوی پایلو وښوده چې ږیره ۹۰ – ۹۵ سلنه د لمر پر وړاندې محافظت کوی.

په لندن کې د پوستکی یو متخصص ډاکټر، نېک لو (Dr Nick Lowe) وایی: په ټولیز ډول وېښتو کې د لمر ضد ډېره ښه وړتیا موجوده ده.همدغه دلیل دی چې که د ښځې غاړې او د مخ دوه څنډې وېښته ولری یا دا چې په وېښتو سره وپوښل شی، هغوی به «لږ» زیان ووینی.هغه زیاتوی چې؛ دلته یوه بله مسأله هم شته او هغه دا چې هر څومره د ضخامت او تراکم بحث مطرح شی هومره د (SPF) فکتور باندې هم اغېز ښندی.زه چې کله د کالیفرنیا په سویل کې کار کوم داسې ډېرې کلاسیکې نمونه یې وینم / لیدلی مې دی.هغوی چې وېښته نه لری لا ډېر د «سرطان» احتمالات په کې نسبتاً ډېر وی.

د مغز او اعصابو یو مرستیال ډاکټر (Iain Salli):

یوه بله نظریه دا ده چې د ږیرې زیږه وېښته د لمر «اشعه» ماتوی.نور مستقیماً حرکت کوی یا مخامخ اثر کوی؛ خو چې کله له تاو تاو وېښتو سره ولگېږی هغه ماتېږی یا یې مسیر منحرف شی؛ همدا لامل دی چې د لمر ضرری اشعه د مخ پوستکی ته نه رسېږی.لمر یوازې پوستکی ته زیان نه رسوی؛ د پوست لاندې ساحې هم تخریبوی او زیان ور اړوی، نو له دې امله چې د لمر د اشعې مخنیوی وشو، د غاړې او ژامې محافظت کې هم مرسته کېږی.د دغو دواړو ساتنه هم ورسره کېږی.

هغه خلک چې په مخ ږیرې لری د دوکتور «لو» سپارښتنه ورته دا ده چې باید د لمر ضد کریم نه هم استفاده وکړی او کوښښ دې وکړی چې ږیره یې ډېره غوړه نه شی؛ ځکه زیاتره ږیرې متراکمې نه وی.

ممکن د «نفس تنگۍ» له حملو څخه مخنیوی وکړی!

هغه سړیان چې د خاورو او گردونو له لاسه په تکلیف وی او دا یې د نفس تنگۍ مسأله کې شدت راوستلی شی؛ هغوی دې په ږیره او خصوصاً برېتونو کې مبالغه وکړی. لږ یې ښه ساتنه وکړی او برېتونه دې هم لږ لوی پرېږدی.چې د یادې شوې مسألې مخنیوی تر یوه حده پورې شوی وی.د لندن د «وېښتو» یو متخصص(Rob Hicks) وایی چې د خاورو او گردونه ذرات مایکروسکوبی دی.خاورې او گردونه به د برېتونو په ناحیه کې سره راټول او جذب شی، اوس نو لږ وخت پاتې دی چې سږو ته ورسېږی، یوازې کافی ده چې یو مرطوب یا لوند دسمال وی او برېتونه پرې وموښل شی هغه خاوره به پاکه شی او خطر به نه وی.

د لندن د کلینیک د «تنفس» د برخې یو متخصص (Dr Felix Chua) وایی:

برېت کولای شی، سږو او تنفسی سیستم ته د خطرناکو مواردو د دخول مخنیوی وکړی، دا یوه تیوری ده چې د پزې مخې ته برېت د مضره مواده مانع گرځی.

له زړېدو څخه مخنیوی

د وخت په تېرېدو سره د مخ وېښته کولای شی د مخ پوستکی لا ځوان او په سختو شرایطو کې وساتی.د دوکتور لاو (Dr Lowe) په وینا وېښته د پوستکی محافظت کوی او خرابېدو ته یې نه پرېږدی. دا د وېښتو ریښه ده چې پوست یې تازه او مرطوب ساتلی وی.دا به ډېره ښه خبره وی چې معمولاً ږیره او برېت مرطوب وساتل شی.دا وېښته په پوستکی کې وی او وېښته ساده فولیکولونه لری چې دا خپله داسې عمل کوی؛ لکه یوه غوړه ماده چې وی او په نتیجه کې یې د پوستکی له خرابېدو څخه مخنیوی وشی.په هر ځای او ناحیه کې چې فولیکولونه موجود وی، که هغه ژامه وی، یا غاړه یا زنه بس له دې سره به پوستکی لا قوی او ضخیم شی.د دوکتور لاو په خبره چې څومره پوستکی ضخیم وی هومره به د زیانونو پر وړاندې مقاومت ډېر او لوړ وی؛ ان که یو څوک ږیره هم و نه لری خو چې پوستکی یې ضخیم وی د نورو په پرتله یې مقاومت ډېر وی.

له ټوخی سره مبارزه!

د (Carol Walker) په وینا د زنې لاندې او یا د غاړې شاوخوا ناحیو کې د ږیرې وده د غاړې د تودوخې درجه لوړوی؛ له همدې امله د زکام په مقابل کې یو ښه او مؤثر فاکتور واقع کېدای شی.وېښته په خپل ذات کې انسان گرم ساتی او د یخنۍ پر وړاندې یو «عایق» دی.دا زما تجربه ده او مریضان مې هم کتلی دی چې ږیره کولای شی د ټوخی گراف راکم کړی. هغه خاصیت چې په ږیره کې دی، ناروغانو مې ویل چې بدیل وسایل یې موږ وکارول او ټوخی مو ورسره راکم شو.

ملاحظات او وړاندیزونه

د لندن د (Queen Mary) پوهنتون میکروبیولوژیست دوکتور رون کاتلر وایی که چېرته له ږیرې څخه ساتنه او ښه محافظت و نه شی ان بېرته همدا ږیره کولای شی د «عفونت» د خپرېدو لامل شی.

لازمه ده چې نارینه باید هر وخت متوجه وی چې خپلې ږیرې پاکې، صفا او سوتره وساتی، منظمې یې کړی او وخت نا وخت یې خبر واخلی چې د وېښتو لاندې خو به باکتریاوو تجمع نه وی کړې.

بله خبره دا ده چې له ‌ډوډۍ او غذا وروسته باید فکر وشی چې د ډوډۍ اثار په ږیره یا برېت کې پاتې نه شی. باید ژر تر ژره ومینځل شی او ښه صفا کړل شی. که نظافت مراعت نه شو او د صفایۍ خیال یې و نه ساتل شو؛ ممکن چې دا ږیره په خپله د امراضو د سرایت او ساتنې مرکز وگرځی.وروستۍ دا چې د نایی په انتخاب کې دقت پکار دی چې مستعمل وسایل پر موږ استعمال نه کړی چې دا هم یو لوی سبب دی د امراضو د سرایت او لېږد له پاره.

ژباړه: محمد تمیم تکل

ممکن است شما دوست داشته باشید