روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چین: ډېر ژر به د افغانستان-چین هوایی دهلېز بیا پرانیستل شی

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی ویلی چې هېواد یې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شویو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوی. وانګ یی دا څرګندونې د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوی امیرخان متقی سره په ټلفونی خبرو کې کړې دی. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ټلفونی مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسی روابطو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې شوې دی. د سرچینې په خبره، د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې په نږدې راتلونکی کې به افغان سوداګرو ته د وېزو ورکړې بهیر پیل او د افغانستان-چین هوایی دهلېز بیا پرانیستل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید