روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چین په جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید فابریکه جوړوی

افغانستان د چین یو دولتی شرکت سره په جوزجان ولایت کې د ګازو د ساحې د اکتشاف او بیا د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولیدی فابریکې جوړولو لپاره تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې دغه تفاهم لیک د خصوصی، ملی او نړۍوالې پانګه‌ونې د جذب او هڅونې کنفرانس په پای کې لاسلیک شو.

نوموړی ویلی، د چین یو دولتی شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او برېښنا شرکت سره هوکړه وکړه، چې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ګازو د ساحې د اکتشاف او بیا د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید فابریکه جوړوی.

په دغه کنفرانس کې د اسلامی امارت جګپوړو چارواکو، د کابینې یو شمېر غړو، مسوولینو او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ګډون کړی وو. د کنفرانس په پای کې یو شمېر بهرنیو شرکتونو د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم او اقتصاد وزارتونو د افغانستان له برېښنا شرکت سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید