روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چین: نړیوال دې باید د عراق ملی حاکمیت ته درناوی وکړی

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمی استازی مرستیال دای بین د اکتوبر په ۴مه نېټه د امنیت شورا د عراق مسئلې په اړه یوې غونډې کې ویلی، چې په منځنی ختیځ کې د عراق ستراتیژیک مقام ډېر مهم دی او دغه هېواد ډېر ملیتونه او وګړی یې بېلا بېلې عقېدې لری.

نوموړی پر نړیوالې ټولنې او د منځنی ختیځ پر هېوادونو غږ کړی، چې په عراق کې سیمه ییزې همکارۍ پیاوړې کړی او د خپلو جعرافیایی او سیاسی ګټو لپاره دې په دغه هېواد کې جنګ ته لمن نه وهی.

دای بین ویلی، چې چین د عراق په شمول د ټولو هېوادونو ملی‌ حاکمیت او د خاورو بشپړتیا ته درناوی لری او له نورو هېوادونو هم ورته غوښتنه لری.

نوموړی هیله ښودلې، چې بېلا بېل هېوادونه په ګډو همکاریو د سیمې او په ځانګړې توګه د عراق امنیت خوندی کړی.

نوموړی ویلی، چې نړیواله ټولنه باید د عراق ملی حاکمیت ته درناوی او له عراقیانو څخه دې ملاتړ وکړی، چې خپله ځانګړتیا لرونکې تګلاره جوړه کړی او مخ پر وړاندې لاړ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید