روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چین: ناټو په ټوله نړۍ کې ډله ییزې مقابلې راپورته کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مې په ۵مه نېټه د اوکراین مسئلې په اړه یوه غونډه تر سره کړې ده.

په م.م کې د چین دایمی استازی جانګ جون په یادې غونډې کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتی، چې د جګړو د ختمولو او د بشری بحران د ناوړو اغیزو د کمولو لپاره هڅې ګړندۍ کړی او نړیواله ټولنه باید د اوکراین بحران ته بیا کتنه وکړی او ستونزو ته دې یې لار ولټوی..

جانګ جون په اشارې ویلی، چې ناټو ځان تش په نوم دفاعی سازمان بولی، خو په ډېرې بې غورۍ یې د خپلواکو هېوادونو پر ضد جګړې راپورته کړی او د سترو بشری ناورینونو او مرګژوبلو سبب ګرځیدلی دی.

نوموړی ویلی، چې په نړۍ کې سړې جګړې پای موندلی او ناټو باید وضعیت ته په کتو خپلې تګلارې سمې کړی.

جانګ جون زیاته کړې، چې ناټو تر اوسه پخوانیو امنیتی مفکورو ته د پای ټکی نه دی ایښی او په پر له پسې توګه یې په اروپا، اسیا او د ارام سمندر سیمې او حتی ټولې نړۍ کې ډله ییزې مقابلې او پېچلې کشالې جوړې کړی، چې نه یوازې د نورو هېوادونو، بلکې خپلې ګټې هم زیانمنوی.

چین د ناټو له یادو کړنو سره ټینګ مخالفت کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید