روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د روان کال د جون ۲۰مه نېټه د کډوالو له ۲۲مې نړیوالې ورځې برابره وه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وانګ ون بین په همدې ورځ په یوه مطبوعاتی غونډه کې وویل، چې د امریکا په شمول ځینو لوېدیځو هېوادونو په تېر اوږد مهال کې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې جنګونه رامنځته کړی او اوس هم د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوی او بشر یې له کړکېچونو سره مخ کړی دی.
نوموړی وویل، چې لوېدیځه نړۍ د کډوالو مسئلې رامنځته کوونکی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالی کمیشنرۍ په دې وروستیو کې کلنی راپور خپور کړی، چې له مخې یې په نړۍ کې د بې ځایه شویو خلکو شمېر په لومړی ځل له ۱۰۰ میلیونو څخه زیات ښودل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق څېړنې ښیی، چې د ۲۰۲۱م کال تر پایه پورې ۳۶ میلیونه او ۵۰۰ زره ماشومان د شخړو، زورزیاتی او نورو بحرانونو له امله له خپلو کورنیو جلا شوی، چې دغه شمېر له دوهم نړیوال جنګ راهیسې تر ټولو لوړ دی.
وانګ ون بین وویل، چې یادې شمېرې د دې ښکارندویی کوی، چې ځینی هېوادونه په خپل سر پر نورو هېوادونو تېری او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنې کوی او بشری بحرانونه یې راپورته کړی دی.