روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چینایی کمپنۍ افغانستان کې د جلغوزیو پروسس برخه کې پانګونه کوی

یو چینایی شرکت غواړی د افغانستان جلغوزی دلته تر پروسس کېدو وروسته نیغ په نیغه چین ته صادر کړی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، د امین زونګ په نوم د یوه چینایی شرکت رییس ورسره کتلی او د جلغوزیو د پروسس په برخه کې پانګونې ته یې لېوالتیا ښودلې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، پخوا به د افغانستان یوه برخه جلغوزی پاکستان ته صادریدل او امین زونګ شرکت به بیا یاد جغلوزی په پاکستان کې له پروسس وروسته چین ته صادرول. ویل کیږی، یاد شرکت اوس غواړی چې په دې برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړی او په افغانستان کې پروسس شوی جلغوزی په مستقیم ډول چین ته صادر کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید