روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چارواکی: طالبانو پر سلما برښنا بند د هاوان ۳۵ مرمۍ ویشتی دی

 

په هرات کې د سلما بند د امنیتی چارو یو مسول وایی، له تېرې ورځې راهیسې وسله والو طالبانو پر دې بند د هاوان ۳۵ مرمۍ ویشتی دی.
دغه چارواکی چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخېستل شی، ازادی راډیو ویلی چې که طالبان دغو بریدونو ته دوام ورکړی، د سلما بند د تاسیساتو د ورانی خطر زیات دی.
د سلما بند چې د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې پروت دی، له څلورو خواوو وسله والو طالبانو محاصره کړی.
په وروستیو ورځو کې د دې بند شااوخوا له لسو زیاتې امنیتی پوستې طالبانو نیولی دی.
دغه امنیتی چارواکی دغه راز ویلی چې سلما بند ته له موجوده ګواښونو یې د هرات سیمه ییزه اداره او په کابل کې جګپوړی چارواکی هم خبر کړی او له هغوی یې سیمې ته د نورو مرستندویه ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې یې دا غوښتنه نه ده عملی شوې.
تر دې مخکې د دې بند د امنیتی کنډک قوماندان الله محمد اندړ هم ورته اندېښنه څرګنده کړې او ویلی و چې د طالبانو په لیکو کې داسې بهرنۍ کړۍ شته چې غواړی دغه بند تخریب کړی.

طالبانو تر اوسه سلما بند ته د متوجه ګواښونو په اړه څه نه دی ویلی، خو له دې مخکې یې پر ځان د ټولګټو تاسیساتو د ورانولو لګول شوی تورونه رد کړی دی.
سلما بند چې په ۱۳۹۵ کال یې د رغونې چارې بشپړې شوی، د افغانستان په لوېدیځ کې د هریرود او مرغاب د اوبو د حوزې تر ټولو لوی او مهم بند دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید