روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چارواکی: د تاریخی آبداتو او لرغونو سیمو ساتل، د ټولو خلکو دنده ده

باختر آژانس: د غزنی ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی حبیب الله مجاهد وایی چې د تاریخی آبداتو او لرغونو سیمو ساتل، د ټولو خلکو دنده ده.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د غزنی د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په دغه ولایت کې د سلطان عبدالرزاق له تاریخی ودانۍ د کتنې پر مهال وکړې.

مولوی حبیب الله مجاهد د تاریخی آبداتو او لرغونو سیمو پر ښې ساتنې تینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغو تاریخی سیمو او آبداتو ساتل یوازې د حکومت مسؤلیت نه، بلکې د ملت دنده او مسؤلیت هم دی.

په همدې حال کې د غزنی د اسلامی موزیم مدیر آقا محمد خوشه زاده وایی چې دغه تاریخی ودانۍ د غزنویانو په پېر پورې تړاو لری او په ۲۰۱۳ میلادی کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رغولې ده.

د یادونې وړ ده، چې د سلطان عبدالرزاق تاریخی ودانۍ د غزنویانو په پېر پورې تړاو لری او دا د غزنی ولایت د لومړنی اسلامی موزیم ودانۍ ده، چې په ۱۳۴۰ مه لسیزه کې په همدۍ ودانۍ کې اسلامی موزیم جوړ شوی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید