روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ځینې دولتی ادارې لا هم ښایی ځینې پالیسۍ نلری !!

جبریل سعد

پر ډېرو رسمی ادارو او ارگانو وېشلی یو وزارت، ریاست او ټولنې ته تر ټولو مهم د هر ارگان ځانته پالیسۍ او د پالیسیو ځانگړی چوکاټ دی چې د اړتیا پر وخت د لوړ مقام تر مشرۍ لاندې او تر وسې د اړوندو ټولو ارگانونو د مشرانو پر همغږۍ او غږونې(چې په مطلق ډول گټورې دی)د نوې پالیسۍ پر جوړولو غور او کار وشی، یاکه د ټولو شتون ممکن نه وی یا یې اړتیا نه وی، تر اړتیا یې زحمت زیات وی او له دې سره د یاد ارگان مشر او پرسونل یې خپله دغه اړتیا پوره او پالیسی یې جوړولی شی؛ همدوی پرې کار وکړی، ترڅو پالیسۍ یې هر اړخېزی او له مخې یې اړوندې چارې په ښه او قانونی توگه ترسره کړی، له نورو سره اړېکې پرې وساتی، چارې یې معیاری، لومړیتوبونه یې څرگند، فعالیتونه یې د ستاینې وړ او د اړوندو موخو په ترلاسه کولو کې بریالی وی.

پخوانی فرهنگی کمېسیون خورا منلې فالیسۍ لرلې، فعالانو یې هم پر بشپړ جدیت تعقیبولې او چارې او هلې ځلې یې د نړیوالې کچې تر ستاینې او اعترافونو منظمې وې، رسمی سرچینې او لارې خو څه چې آن نارسمی فعالیتونه په ځانگړې خواله رسنۍ یې هم تر ډېره بریده مهارولې، ځانگړو مناسباتو او غبرگونونو ته بیا د تناسبی ځانگړو پالیسیو او برنامو پر مټ پر پراخه کچه انعکاس او پوښښ ور کېده، رسمی(له اړوندو پالیسیو سره بلد)او نارسمی(له پالیسیو ناخبر)رسنیز فعالان یې یو له بله جلا او پر خپل ځای یې فعالیت درلود چې لومړی ډول یې وخت پر وخت دوهم ډول فعالان هم خپلو فعالیتونو، تېروتنو او مناسبتونو ته متوجې کول او دا ځکه چې دولتی ورځپاڼې، خبری سرچینې او رسنیز فعالیتونه د اړوند دولت رسمی دریځ ښیی چې باید ټول کارکوونکی یې پاخه مسلکی او داسی خلک وی چې له دولتی تبلیغاتی، رسنیزو او فرهنگی پالیسیو سره یې بلد او آن د اړتیا پر وخت د شته پالیسیو پر نوې بڼه تطبیق او د نویو پالیسیو جوړولو وړتیا هم ولری. همدارنگ که کوم تبلیغاتی او رسنیز ارگان د کارکوونکو له مسلکیتوب او پالیسیو لرلو سربېره له خپلې پالیسۍ وتلی څه خپروی یاهم یې ځینې پالیسۍ داسی وی چې له مخې یې هر رنگ خپرونې وکړی، خو ورسره موافقه او همغږی نلری؛ پر خپرنیز او نشراتی ارگان په ښکاره یاهم د یادو رسنیزو توکو په پای کې په څرگندو ټکو د موافقې او همغږی نلرلو یادونه مهمه وی،  ترڅو بې مسلکیتوب او پالیسۍ سره نه سمون یې له رسمی دریځ سره په ټکر کې راتلو هغه زیانمن نکړی او گواښونه او ننگونې ورته را ولاړې نکړی.

خو اوس په داسی حال کې چې دښمن ټول پام، زور او زر هم یواځی پر همدې تبلیغاتی او رسنیزه جگړه مصروف ساتلی، ننگونې لا هم کوی او د مبارزې میدان ته هم موږ ور بولی؛ نه د اطلاعات او فرهنگ اړوند پخوانی(د کمېسیون مهال)مبارزین په رسنیز ډگر د پخوا غوندی پر اخلاص-جدیت-همغږۍ کار کوی، نه د اړوند وزارت لخوا رسنیز فعالیت ته څومره چې پکار ده؛ پاملرنه شته او نه هم د اسلامی امارت له پخوانیو فرهنگی پالیسیو سره بلد د فرهنگی کمېسیون غړی او فعالان په نظام کې رتبو ته له رسېدو وروسته خپل تېر ته ژمن پاتې او ژمنتیا ښیی، له پالیسیو د وتلیو توکو له خپرولو سره د موافقې او همغږۍ نلرلو یادونه خو بیخی نه وی چې د تبلیغاتی او رسنیز ډگر اوسنیو واقعتونو ته پر پام دا ټکې له شک پرته پر مادی او معنوی دواړو لحاظونو یو ستر ناورین رامنځته او په باوری توگه مو له بریا، شویو ستاینو او نړیوالو اعترافونو وروسته له ماتې سره مخ کولی او له هرڅه سره بیاهم پرځولی شی.

د اسلامی امارت په واک کې د یوې ورځپاڼې لومړۍ گڼې یوه لیکنه خپره کړه چې ځینې ټکی یې د نږدې تېر(کمېسیون)له فرهنگی پالیسیو سره بشپړ په ټکر کې و، وروسته مالومه شوه چې لیکنه د ورځپاڼې ښاغلی مدیر وه، ډېر نه هیلی شوم، خو پر تلوسه یې هم کړم چې ورځپاڼې په پې-ډې-ایف بڼه ترلاسه او خپرونې یې وڅارم، خو…موده وړاندې اسلامی امارت د مېرمنو د پردې حکم صادر کړ…یوه لیکنه چې سر او پای یې سم، خو منځ کې یې د اسلامی امارت دغه حکم، دریځ، انتخاب، لومړیتوب او ټول څه نقد او پرې ملاحظات یې وړاندې کړی چې تر ډېره پکې یواځی د اسلامی امارت د دغه دریځ ننگونې او ځان ښودنې هڅه شوې،  بلې لیکنې بیاد اسلامی امارت پر دوو چارواکو کلکې بې ځایه نیوکې(چې د یوه شخصی نظر ته یې د اسلامی امارت رسمی او د بل رسمی دریځ ته یې د هغه د شخصی نظر بڼې ور کولو هڅه وه)کړې، بیاهم دواړه د اسلامی امارت دولتی ورځپاڼې خپرې کړې چې نه له فرهنگی پالیسی سره سمه او نه یې کوم مطلوبپیغام درلود، بیا مالومه هم شوه چې لیکوال یې له هرات څخه د اشغال تپلی رژیم یو ملا دی.

همدارنگ ځینې هغه مخالفتونه او حساسیتونه چې له یو پر زیاتو، پړسېدلیو او حساسو عنوانونو راپېژندل کېږی؛ د اسلامی امارت د پالیسی له مخې یواځی داسی نوم لری چې زیان یې د پاتې نورو په پرتله کم او شر ترې نه را ولاړېږی او همدا ډول د هر ډول مخالفتونو او حساسیتونو پر وړاندې او اړوندو مواردو کې یې په مطلق ډول پالیسی نرمه ده، خو د فرهنگ وزارت رسنیز ارگان ځینې داسی مطالب خپروی چې مثلاً: بغاوتگرو ته پکې د داعشیانو نوم او د داعش فتنه بیا پکې مذهبی مخالفت ښودل شوی وی، سره له دې چې هغه باغیان او دا یوه غربی استخباراتی پروژه ده او بیا که څه هم څرگند توپیر سره لری؛ خو باغیان د پړسولو په شوم هدف داعشیان را پېژنی او داعش بیا سرچپه مذهبی ډله را پېژنی، ترڅو د غربی استخباراتی پروژې په توگه حساسیت او سیاسی رنگ یې تر ډېره له عام نظر څخه پټ او حجم یې کم وښودل شی. ځینې لیکنو ته(پکې د زهرو گډولو د تکتیک په توگه)اصلاحی او دعوتی بڼه ور کړل شوې؛ لکه(د شمال مقاومتی جنجالیان…)، بیاهم پر حساس عنوان او پکې گوتڅنډنې شوې چې له دولتی رسنیز ارگان څخه خپرېدو سره یې د رسمی دریځ رنگ هم واخلی او طبعاً پالیسۍ او عملی دریځ سره ټکر او د لازیاتو پارېدنو لامل کېدی شی. دغو حضراتو د کمېسیون پر وخت هم حساس مهالونه ځینې دا ډول تکتیکی پارونې درلودې چې ملگرو به له ورپام کېدو سره له وېبپاڼو پاکې کړې، خو اوس هرڅه سرچپه روان او همدوی پکې ښاغلی هم دی.

له دې پر اسانۍ درک کولی شو چې:

۱- د پېښو له ډېرښت سربېره ورځپاڼې او وېبپاڼې د اړوندو لیکنو له کمښت سره مخ دی.

۲- چلونکی یې نه خپله خواری کوی او نه هم ټاکلی مسلکی او له پالیسیو سره بلد خلک لری چې لږ تر لږه راتلونکی مطالب له خپرولو وړاندې ښه پر دقت او له بېلابېلو زاویو پر کتو تر پام تېر کړی او خپرونې رښتیاهم د نظام دریځ وښیی. ۳- له کمېسیون څخه وزارت ته د سیستم بدلېدو وروسته د پالیسیو د بدلون اړتیا پېښېدو سره پخوانۍ پالیسۍ هم له منځه تللې او نوې هم نه دی جوړې شوې، په لنډ ډول د فرهنگ وزارت تبلیغاتی او رسنیز ارگان مسلکی خلک، کاری مسلکیتوب او پالیسۍ نلری، یا که لری یې؛ هغه څومره زیات نیمگړی دی؟ او یاد ارگان له مشره تر کشره په کومه کچه په دندو کې د غفلت ښکار دی؟ چې یو څوک پر هویت له پېژنې پرته یواځی پر خپل مزاج برابرېدو او پر نظام او چارواکو یې د بې ځایه نیوکو، څو مزخرفو او رنگینو ټکو او هره خوا خوله اچولو دومره ستر ښاغلی پېژنی آن دولتی ورځپاڼو او سائټونو کې د خپرولو له لارې یې(د لستوڼی مارانو)هر ډول اوتو بوتو ته(چې خپله نظام ته په شاتو کې زهر وی)د اسلامی امارت د رسمی دریځ بڼه ور کړی چې یاد ارگان اوس بشپړ لکه خواله رسنۍ د کوم دولت، وزارت، ادارې او ټولنې د رسمی دریځ له ښودلو پرته هرڅه پکې گډ وډ ښکته پورته
کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید