روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
انجنیر عبدالله دانش
د یو هیواد په ښیرازتیا او پرمختګ کی د نوموړی هېواد ټول وګړی مسؤل ګڼل کیږی له وزیرانو څخه تر عام وګړو پوری. که چیری مونږ یوازی دولتی لوړپوړیزو څیرو ته سترګی ونیسو او د خدمت کولو هیله تری ولرو دا به زموږ د ټولنې لپاره ستر زیان وی او خپل هدف ته مو تلل به ټکنی وی. د ټولنی هر وکړی باید خپل مسوولیت ادا کړی او د هیواد په ښیرازتیا کی لستوڼی را پورته کړی.
که چیری یو ځوان په ټولنه کی د ټولو وګړو په فکری سنګر کار وکړی او د حقیقت لوړی څوکې ته یی ورسوی هیڅکله به نوموړی ټولنه د فساد او فکری یرغل ښکار نشی اما خدای مکړه که چیری زموږ ځوانان له داسی سنګرونو بی پروا شی بیا به ټولنه د فکری جګړې ښکار وی او د کفری استعمار سیوری لاندی د ژوند لمحی تیرو چی بیلګی تیر شل کلونه دی.
همدا ځوان کدرونه دی چی د ټولنی په فکری ، کلتوری ، علمی ، پوهاوی او اخلاقی دریڅو کار کوی او ټولنه د پرمختګ لوړی څوکې ته رسوی ، د ټولنی په اصلاح سره باثباته دولت بنسټ جوړیږی او هیواد د پرمختګ په لور ګامونه پورته کوی اما که چیری ځوان خپل مسوولیت ادا نه کړی ټولنه به د فکری ، کلتوری ، علمی ، پوهاوی او اخلاقی یرغل ښکار کیږی او نوموړی ټولنه به د بربریت سترو سترو کندو سره مخ شی. مونږ مسولیت لرو ترڅو خپلی ټولنی له نوموړو ځانګړنو څخه برخمنې کړو ترڅو د ارام ، سوکاله او ښیراز افغانستان ولرو.