روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ځمکه هغه سوځی، چې اور پری بلیږی!          

زه اوس هم خپل مؤمین، میړنی او قهرمان ملت ته سد افرین او شاباس وایم او د دوی افغانی غیرت، غرور او شهامت ته په دوه لاسی سلام کوم چې له څلور لسیزو قربانیو، ستونزو او کړاونو ګاللو باوجود خپل ژوند ته دوام ورکوی چې دا واقعیت د دوی د پوخ ایمان، متین عزم او مستحکم هوډ ښکارندویې کوی ځکه چې داسی کورنۍ به پیدا نکړی چې په هغې کې شهید، یتیم او کونډه موجود نه وی داسی هیڅوک به ونه مومی چې هغې دې د بم، بمبار او راکټ یوې بوږنوونکې واقعې سره مخامخ شوی نه وی، پدې کې ډیرداسی واقعات شته چې نه غواړم په لیکلویې نور مسلمانان غمجن او خفه کړم، له ذکریې ډه ډه کوم. ژوند ختمیدونکی او قیامت حتماً راتلونکی دی او له هر چا سره به د خپلو کړو وړو حساب کیږی زموږ ملت دا قربانۍ د اسلامی نظام د حاکمیت او د ټولنیز عدالت د رامنځته کیدو په موخه ورکړی دی، نه د دې لپاره چې هلته دې یو څوتنه ددې باتور ملت په وینو او ککریو تجارت وکړی او ځان ته محلونه جوړکړی او یا که له واقعیت څخه د پر دې پورته کولو جرأت وکړې د دا رتختې ته پورته شی، یا خپل ملت ړوند وساتی او خپله واکمنې پری وکړی، زموږ جهادی مشرانو همداسی وکړل لکه چې پښتو لنډۍ ده:

څـــوک د وطن په  ننګ شهید شــو!

چا د شهید په وینو جوړ کړل محلونه

د شرقی او غربی استعماری او استکباری ځواکونو د یرغلونو په لړکې زموږ ځوریدلی او مظلوم ملت ډیر ځوریدلی دی او لا هم ځوریږی، لاس نیوی ته اړتیا لری، په زخمونو یې مرهم کیږدۍ نه دا چې د مرهم په ځای  تیزاب پرې وپاشۍ، موږ په زرګونو بې سر پرسته کونډې او یتیمان لرو دا زموږ د چارواکو مسؤلیت دی چې په سریې دشفقت لاسونه تیر کړی نه چې نوریې غمجن او مایوسه کړو، زموږ هیواد د طبیعی زیرمو ډک هېوادی، علم او پوهې ته اړتیا لیدل کیږی ترڅو راتلونکی نسلونه د علم او پوهې په ګاڼه ښکلی کړو او د همدوی د پوهې او علم پرمټ خپله راتلونکې روښانه کړو او له خپلو طبیعی زیرمو ګټه واخلو. دښمنان نه غواړی چې موږ د علم رڼا خپله کړو هغوی غواړی زموږ ملت په تیارو کې وساتی او په موږ خپله باداری وکړی لکه چې زموږ ملت نړۍ ته ثابته کړی چې موږ د غلامۍ او اسارت له ژونده د شهادت مرګ په سلهاؤ ځله غوره بولو او په همدې موخه مو په میلیونونو شهیدان ورکړی او ددغه قربانیو په پایله کې مو آزادی او استقلال ګټلی لکه چې شاعروایې:

دا وطن مو څه په سوال ګټلې ندی!

هر یو کاڼی یې زما په وینو رنګ دی             

د خپل ګران او محبوب هېواد پرمختګ او ترقۍ ته زما د ملت اړتیا ده چې زما ملت بې روزګاره دی، بې تعلیمه دی، ناتوانه دی لکه چې پښتو متل دی: ځمکه هغه سوځی چې اور پری بلیږی اوس زما د ملت اړتیا ده چې په هره برخه کې پرمختګ وکړو څرنګه چې مو د تورې او جنګ په ډګر کې د نړۍ سترو تاغوتی لښکروته ماتې ورکړه راځۍ د علم او پوهې په ډګر کې هم خپله پوهه نړیوالوته ثابته کړو او پرې نړیوال کلی کې له نورو سره سرلوړی پتمن د خپلې اسلامی عقیدې او الهی نظام ترچترلاندې پرمختللی او ودان افغانستان کې د خوښۍ ډک ژوند وکړو.

په همدې هیله

ممکن است شما دوست داشته باشید