روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پېښو ته د رسیدګۍ وزارت په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو شمېرې اعلان کړ

شریعت: پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت معین او د بشری مرستو د تنظیم او زلزلې ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون رئیس مولوی شرف الدین مسلم وایی چې په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې د سېلاوونو د راوتلو له امله ۲۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هغې خبری غونډه کې چې په همدې مناسبت پرون د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، مولوی شرف الدین مسلم وویل چې په تېره یوه میاشت کې د سېلاوونو د راوتلو له امله په ۲۱ ولایتونو کې ۱۲۰ تنه شهیدان شوی او ۱۵۲ تنه نور ټپیان شوی دی.

د مسلم په وینا؛ په همدې موده کې ۳ زره ۱۹ کورونه، درې عمومی او سلګونه فرعی سړکونه زیانمن شوی او دغه راز په ځینو ولایتونو کې کارېزونه او چینې بندې شوې، کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ او زرګونه څاروی هم تلف شوی دی.

هغه زیاته کړه چې روزګان، زابل، غزنی او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته یې سفرونه کړی او د خلکو وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.

د هغه په خبره؛ په ځینو ولایتونو کې لارې بندې دی چې د بېرته خلاصولو لپاره یې د اړوندې ادارې هڅې روانې دی.

مسلم وویل چې له پرونه راپدېخوا د غزنی په (ګیرو، اندړ، قرباغ او ده یک) ولسوالیو کې د سېلاوونو د راوتلو له امله لارې بندې شوې، یو شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې او د دغه ولایت په ګډون په ۱۳ نورو ولایتونو کې سېلاوونه لاهم دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید