روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پکتیکا کې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

د پکتیکا په سروبی ولسوالۍ کې د اوبو د یوې زېرمې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

دغه زېرمه د یونیسف په مالی ملاتړ د څلور نیمو مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

د پکتیکا د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوی احمد احمد وایې، چې په یاده سیمه کې خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او د دغې زېرمې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

د یادونې وړ ده، چې یونیسف په پلان کې لری چې په نږدې راتلونکی کې د پکتیکا په یوسف خېلو، زرغون ښار او ارګون ولسوالیو کې هم د څښاک اوبو ورته زېرمې جوړې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید