روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پکتیکا کې ۲۳ روغتیایی مرکزونه پرانېستل شول

باختر آژانس: د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست چارواکی وایی چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم ژغورنې په موخه ۲۳ روغتیایی مراکز پرانیستل شول.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوی ډاکټر حکمت الله عصمت د ۲۳ قابله ګانو په فراغت غونډه کې وویل چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې یې د مور او ماشوم ژغورنې په موخه روغتیایی مرکزونه فعال کړی دی.

په خبره یې، فارغو شویو  قابله ګانو ۲۶ میاشتې تیوری او ۲ میاشتې یې عملی زده کړې کړې دی.

هغه ټولو قابله ګانو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو دندو کې اخلاص وکړی، شپه او ورځ خوار او مظلوم ولس لپاره خدمت وکړی چې د مور او ماشوم  د مړینې کچه راټیټه شی.

د او.ایچ. پی. ایم، مسؤل ډاکټر دور محمد سعید وویل چې د پکتیکا پر مرکز سربیره یې په ځېنو ولسوالیو کې شل روغتیایی مرکزونه جوړ کړل، چې هر مرکز درې خونې لری. په خبره یې، روغتیایی مرکزونو ته د شپږو نیمو میلیونو افغانیو په ارزښت روغتیایې وسایل پلورل شوی چې په شلو مرکزونو به وویشل شی.

د یادې موسسې ولایتی مسؤل ډاکټر احمد شاکر رحمانی وویل، چې د OHPM مؤسسې په همکارۍ او د  UNFPA په مالی ملاتړ به دغو قابلګانو ته معاش ورکول کېږی.

د قابله ګانو په استازیتوب بی بی کاملې وویل چې د خپلې کورنۍ په همکارۍ یې دOHPM موسسې په مالی ملاتړ وکولای شول، چې خپلې زده کړې بشپړې کړی.

د یادونې وړ ده چې دغو ۲۳ قابله ګانو دوې میاشتې مخکې خپلې زده کړې بشپړې کړې وې  او له دوو میاشتو عملی زده کړو وروسته یې خپلې دندې پیل کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید