روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پکتیا کې ماین چاودنې پنځه ملکی وګړی وژلی او څلور تنه ټپیان دی

د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړی وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوی دی.
د پکتیا ولایت مقام مطبوعاتی دفتر پرون دوشنبه جون ۲۱ (غبرګولې ۳۱) په یوې اعلامیې کې ویلی چې دغه چاودنه پرون تر ماسپښین مخکې د احمد ابا ولسوالۍ په « عطایی» کلی کې شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوی چې چاودنه کې دوه نارینه، دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې او په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دی.
د چارواکو د معلوماتو په اساس دغه کسان په یوه جنازه کې د ګډون لپاره روان وو چې پر موټر یې چاودنه شوې ده.
د پکتیا چارواکو د دغه ماین چاودنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو اچولی، خو وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دی ویلی.
د چارواکو د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو سره د سړک د غاړې ماین چاودنې هم زیاتې شوی چې اکثر په کې ملکی خلکو ته مرګ ژوبله اوړی.
تیره شنبه د پکتیا په ګاونډ خوست ولایت کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې څلور ملکی وګړی وژلی و.
د روانې جون میاشتې پر پنځمه هم په بادغیس ولایت کې هم د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۱۱ ملکی وګړی ووژل شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید