روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پوتین:بې وزلو هېوادونو ته مو د کیمیاوی سرې د لېږد مخه نیول کیږی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې اروپایی ټولنه تورنه کړې ده چې تر ټولو بې وزلو هېوادونو ته د روسیې د ۳سوه زره ټنه کیمیاوی سرو د رسېدو او انتقال مخه نیسی. پوتین په خپلې ټلویزونی وینا کې وویل چې د بدبینۍ تر ټولو لوړعوج دا دی چې ۳ سوه زره ټنه وړیا روسی سره د اروپا په بندرونو کې ایسار کړل شوې ده، ځکه چې د ده په خبره هغه هېوادونه چې سرو ته اړتیا لری، بندیزونه پرې لګول شوی او لا هم دغې پوښتنې ته ځواب نشته. نوموړی نور وضاحت نه دی ورکړی چې مشخصآ کوم هېواد د دغو سرو د انتقال مخه نیولې ده او دا چې دا سره کوم ځای ته انتقالېږی. تر دې دمه اروپایی ټولنې هم په دې اړه څه نه دی ویلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید