روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ګردېز ښار کې د خواجه حسن پر جامع جومات د تروریستی برید په اړه مطبوعاتی اعلامیه

د افغانستان دښمنانو پرون له غرمې وروسته د پکتیا مرکز ګردېز ښار پر خواجه حسن جامع جومات د تروریستی برید له امله زموږ یو شمېر هېوادوال د جمعې د لمانځه  د ادا کولو پر مهال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غنی د دې جنایتکاره او اسلام ضد عمل د سخت غندلو ترڅنګ وویل، د تروریستانو له لوری پر ملکی وګړو او جوماتونو بریدونه چې له اسلامی او انسانی ارزښتونو سره په ټکر کې دی ، یو ځل بیا یې د دوی کرغیړنې ماهیت څرګند کړ.

جمهوررئیس څرګنده کړه د تروریستانو دا ډول جنایتکارانه عملونه زموږ د ولسونو ترمنځ مذهبی تفرقه نشی ایجادولی، ځکه د افغانانو تر منځ مذهبی وحدت او زغم د اسلامی هېوادونو په کچه بې ساری دی چې دا وحدت او د نظرونو یووالی به  تلپاتې وی.

د هېواد جمهوررئیس د دغې درناکې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوی او ټپیانو ته یې د عاجلې رسیدنې په خاطر اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید