روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کندز کې د جنایی جرمونو کچه راټیټه شوې ده.

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، چې د افغانستان اسلامی امارت له واکمنیدو سره هم مهاله په دې ولایت کې جنایی جرمونه کم شوی دی، خو په خبرې یې امنیتی مسؤولین هڅه کوی، چې د جرمونو ګراف  نور هم راټیټ کړی.

ملا عزیزالله د کندز ولایت امنیه قوماندان وایی، چې د افغانستان اسلامی امارت له واکمنیدو سره هم مهاله په کندز کې د جنایی جرمونو ګراف تر بل هر وخت راټیټ شوی، خو په خبره یې، په دې وروستیو کې د امنیتی سرتېرو له لورې د بیلابیلو جرمونو په تړاو یو شمیر محدود مجرمین هم نیول شوی دی.

د کندز امنیه قوماندان زیاتوی، چې په دې ولایت کې د نشه یی توکو د قاچاقبرانو او د دغه توکو د پیرېدونکو پر وړاندې جدی مبارزه روانه ده او د دغو مبارزو په لړ کې یې د نشه یی توکو سره یو ځای یو شمیر  قاچاقبران او د نشه یی توکو کاروباریان هم نیولی دی.

بلورته بیا د کندز اوسیدونکی هم منی، چې په دې ولایت کې د جنایی جرمونه کچه اټیټ شوې او د مجرمینو او د نشه یی توکو د قاچاقبرانو پر وړاندې د اسلامی امارت د سیمه ییزو حکومت هڅی ستایی او په دې برخه ترې د لا جدیت غوښتنه کوی.

امنیه قوماندان په داسې حال کې په کندز کې د امنیتی وضعیت د ښه والی خبره کوی، چې نوموړی غواړی، د امنیت د لا ټینګښت په موخه ددې ولایت په لرې پرتو سیمو کې یو شمیر نورې امنیتی پوستې هم جوړې کړی، ترڅو د خلکو امنیت تربل هروخت لا خوندی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید