روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په کابینه کې:عربی هیوادونوته د تلونکو افغان مسافرو ستونزې وڅیړل شوې

شریعت: د رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ او د ریاست الوزرا د مرستیالانو، سرپرستو وزیرانو او مستقلو ادارو د رئیسانو په ګډون، د افغانستان اسلامی امارت د کابینې غونډه (د غبرګولی په ۳۰مه) جوړه شوې وه او پکې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دی.

د غونډې په پیل کې له بېلابېلو خدماتی ادارو څخه د وزارتونو او نورو حکومتی ادارو د مقروضیتونو پر موضوع بحث شوی او له بحث وروسته، د کابینې غونډې پرېکړه کړې چې ټول وزارتونه او مستقلې ادارې مکلفیت لری چې له فتحې وروسته د افغان ټلېکام شرکت پورونه ادا کړی.

دغه راز، په غونډه کې له افغانستان څخه د خلیج عربی هېوادونو ته د کار لپاره د تلونکو افغان مسافرو پر ستونزو هم خبرې او د حل اصولی لارې یې په نښه شوې دی.

همدا رنګه، هغه پلاوی چې په میدان وردګو او بامیانو کې د کوچیانو او ځایی اوسېدونکو ترمنځ د شخړو د حل لپاره ټاکل شوی و، خپل کاری راپور او نظریې یې غونډې ته وړاندې کړې چې د تائید وړ وګرځیدې.

په پای کې، د کابینې غونډې پرېکړه کړې چې د میدان وردګو او بامیانو په شان، په غور کې هم د کوچیانو او ځایی اوسېدونکو د لانجو د حل په موخه، ځانګړی کمېسیون جوړ شی او امنیتی مسئولین دې د شخړو د مخنیوی لپاره لازم اقدامات وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید