روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هېواد کې د ماین پاکۍ پروګرام مـالی مـلاتـړ ډیـر اړیـن دی

په جګړه ځپلی افغانستان کې دګڼ شمیرستونزو ترڅنګ یوه هم دماینونو اوناچاودلومهماتو شتون دى چې وخت ناوخت دهیوادوالو ژوند ګواښوی،په حقیقت کې ماین او ناچاودی توکی هغه پټ دښمن بلل کیږی چې له تیرو جګړه ییزو خونړیو کلونو څخه  را په دې خوا ترننه پورې هرانسان یا څاروى چې پرې برابر شوی له ژوند څخه یې بې برخې کړیدی اوهرکال ددغه دښمن له لاسه دهیواد په ګوټ ګوټ کې زموږ ګڼ شمیر هیوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوی اویاهم معلول اومعیوب کیږی، خو په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله  د پیښو سره د مبارزې  د دولت وزارت د چارواکو له قوله ویل شوی، چې په افغانستان کې د ماین پاکی  پروګرام  دبودجې د کمی سره مخ دی ، له پیښو سره د مبارزې د دولت وزیر په دې وروستیو کې یوې غږیزې رسنۍ ته داسې ویلی دی : د ۲۰۱۴ زیږدیز کال څخه را وروسته  دافغانستان د ماین پاکۍ د پروګرام  سره نړیوالې مرستې کمې شوی دی ، خو هڅه کیږی چې د بودجې کمی ته لاره ولټول شی او مونږ له همکارانو سره سلا مشورې لرلې چې څنګه ددغه کمبود تشه ډکه کړو ، دهغوئ ژمنه دا وه چې تیرو تجربو ته په پاملرنې د ماین پاکولو د پروژو  په تطبیق کې نوښتونو ته اړتیاده چې ورسره  د بودجې د کمی دیوې برخې تشه پرې ډکیدلی شی ، خو اوس هم د پام وړ یو تشه شته چې د اندیښنې سبب کیدلی شی، له پیښو سره د مبارزې د دولت  وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان د ماین پاکۍ  پروګرام  په کال کې  (۹۳٫۲) میلیونو امریکایی ډالرو بودجې ته اړتیا لری چې په روان (۲۰۱۹) زیږدیز کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا دغه پروګرام ته یوازې (۴۳) میلیونه ډالر برابر شوی او دا پروګرام د (۵۳٫۳) میلیونو ډالرو د کمی سره مخ دی، اوس مهال په افغانستان کې د میاشتې (۱۱۸) افغانان د ماین او ناچادیدلو توکو په چاودنو کې مړه او ټپیان کیږی، دمخه کلونو کې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام په بشپړه توګه د نړیوالې ټولنې له مرستو تمویل کیده، خو په روان ۱۳۹۸ کال کې افغان حکومت د لومړی ځل لپاره دغه پروګرام سره د خپلې بودیجې څخه د شل میلونو افغانیو مرسته کړې ده د پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت وایی، چې په افغانستان کې د ۱۳۹۸ زیږدیز کال راهیسې، چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام پیل شوی، ۷۳۳ زره ماینونه له دوو زرو او ۸۳۸ کیلو مترو مربع مځکې څخه راټول اوله منځه وړل شوی، خو اوس هم په دغه هیواد کې پر یو زر او ۴۵۰ کیلومترو مربع مځکه کې ماینونه او ناچاودیدونکی توکی ښخ دی، له پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت اندیښنه ښیی، یو شمیر هغه سیمې، چې په تیرو کلونو کې له ماینونو پاکې شوې وې، د افغان حکومت وسله وال مخالفان بیا نوی ماینونه ښخوی، چې دملکی وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځی.

په افغانستان کې د ماین پاکی  پروګرام  دبودجې د کمی موضوع د اندیښنې وړه ده ځکه چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله د دغه هیواد زیاتې سیمې په ماینونو او ناچادو توکو پوښل شوی او د جګړې ښکیلو خواوو سربیره یې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده ، البته له دې واقعیت څخه  هم باید سترګې پټې نه شی، چې دماین پاکۍ د پروګرام په پایله کې دپام وړ سیمې له ماین اوچاودیدونکو توکوڅخه پاکې شوی دی، خو بیاهم هغه سیمې چې لاتراوسه ماینونه اوچاودیدونکی توکی په کې شتون لری دهغو رااېستل اوشنډول هم وخت ته اړتیا لری اوپه دې اړوند دنړۍ د مرستندویو هیوادونو پرله پسې او دوامدارې مرستې ډېرې اړینې دی. دا واقعیت دى چې جګړه ځپلى افغانان دماینونو اوچاودېدونکو توکو په برخه کې دماین پاکی داړوندو بنسټونو او مرستندویو هیوادونو له انسانی مرستو څخه مننه کوی اوپه دې باب ددوئ نه ستړی کیدونکوهڅو او خدمتونو ته دقدر په سترګه ګوری اوپه دې برخه کې یې لاهم دزیاتو خدمتونو غوښتونکی دی ، ترهغه چې له امله یې به بشپړه توګه زموږ ټول هیواد دماینونو ، چاودیدونکو توکو او ډول ډول مهماتو له خطر اوشتون څخه پاک کړاى شی او وروسته له دې هیڅ افغان دټوپک په ګولۍ ،د ماین اوچاودېدونکو مهماتو له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورنه کړی اونه هم هیڅ یوه افغانه پتمنه کورنۍ دخپلو عزیزانو په ویر اوماتم کښینول شی ،بلکې ټول افغانان په سوله اوهوساینه کې پرته له هرډول ویرې اوګواښ څخه ژوند وکړی ، ځکه چی جګړه ځپلی افغانان نور په خپل هیواد کې له  هر رازجګړه ییز ناورین څخه ډېر په تنګ شوی او د روانو سوله ییزو هڅو اوخوځښتونو د بری هیله لری او دزړه له کومې په دې تمه دی چې ټول وسله وال مخالفین دافغانستان داسلامی جمهوری دولت دحقانیت په درک کولو سره وسله پرمځکه کیږدی او وروسته له دې په خپل پلرنی هیواد افغانستان کې د پردیو داستخباراتی سازمانونو اومغرضو کړیو دناوړوموخو اوشومو اهدافو له کبله له دې زیات دهیواد دبربادۍ او دخپلو وروڼو د مرګ ژوبلې سبب نه شی، بلکې دهر راز مخالفتونو په هیرولو دسولې اوسیاسی جوړ جاړی لاره خپله کړی چې له امله یې په ټول هیواد کې بدمرغه جګړه چې د ستر افغانستان دړنګیدو اوبربادۍ سبب کیږی دتل لپاره پاى ومومی اوپرځاى یې نیکمرغه با عزته سوله او ډ اډ‌من امن اوامان منځته راشی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید