روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هیواد کې د بڼوالۍ د چارو ودې ته پاملرنه د قدر وړ ده

افغانستان دخپل ښه جغرافیایی موقعیت اودخدای (ج) ورکړیو ډول ډول کانی زیرمو د موجودیت ترڅنگ دپریمانه طبیعی اوبو دشتون اودیوښه بشری ځواک د درلودو له پلوه بډایه هیواد دی او په دې برخه کې دلازمو امکاناتو دنه شتون  له کبله دهیواد بزگران ، بڼوال او مالدارله ډیرو ستونزو سره مخامخ دی چې ددغې برخې د پرمختگ او غوړیدا له پاره د سو داگرو او پانگه والو هراړخیزې پانگونې ته ډیره اړتیا لیدل کیږی اوپه دې برخه کې دافغانستان اسلامی جمهوری دولت او ښاغلو پانگوالو پاملرنه حتمی او ضروری ده ، دیادونی وړده چې په هیوادکې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله ویل شویدی چې د ( بڼوالۍ ځنځیری ارزښت پراختیا ) د پروژې چارې په دې وروستیو کې  د کرنې  ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر له خوا پیل شویدی ، دغه پروژې د زیربناوو د ودې او ښه کولو او دبڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیری ارزښت په موخه دشپږو کلونو په ترڅ کې دهیواد په ( ۱۱ ) ولایتونو کې پلې کیږی. ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر داسې ویلی دی:« د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایی کړنلارې پر بنسټ ددې پروژې له لارې زموږ د هیواد په ۱۱ ولایتونو(کابل، وردګ، غزنی، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، بامیان، کونړ او لغمان) کې د بڼوالۍ د ځنځیری ارزښت په برخه کې د شپږو کلونو په ترڅ کې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګول کیږی، دغه پروژه په دوو درې پړاوونو کې«هرپړاو د ۷۵ میلیونه ډالرو» په ارزښت پلی کیږی، چې ددې پروژې په پلی کیدو سره به مو تولیدات ډیر، معیاری او د محصولاتو بیې به لوړې شی. په ورته وخت کې د ملی اقتصاد د ودې او سوداګریز بیلانس په برخه کې هم رغنده رول لری او تر ټولو مهمه دا چې ځوانان او میرمنو ته په کې د کار زمینه برابریږی، دغه پروژه، چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی، د آسیایی پراختیایی بانک له خوا تمویلیږی. البته یاده پروژه به د متوازن اقتصاد د ودې او ټیکاو په برخه کې اغیزناکه تمامه شی، چې عمده اغیزې به یې د بڼوالۍ د تولید د معیاری کولو ترڅنګ د بڼوالۍ محصولاتو ته بازار موندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې وی ، ددې پروژې په پلی کولو سره دوه مهمې موخې تعقیبوو، چې لومړی یې د زیربناوو وده او ښه کول او د بڼوالۍ د محصولاتو ځنځیری ارزښت لوړول او دویم یې د بڼوالۍ د محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره ملی وړتیاوې لوړول دی ، په پام کې ده، چې د دې پروژې له لارې د بازار موندنې په برخه کې د وړتیا لوړولو له لارې سیمه ییز سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړل شی، د تطبیقی څیړنو او د غوره کرنیزو توکو په استفادې سره د کرنیز ومحصولاتو تولید باید عصری شی، عصری او مدرنې ګلخونې جوړې شی، د کرنې په برخه کې کرنیز تاسیسات باید جوړ شی، افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو ته وده ورکړی او تر ټولو مهمه دا چې دغو محصولاتو لپاره سوداګریز نوم یا (برنډ) جوړ کړی. نوموړی داهم ویلی که زموږ د بڼوالۍ محصولات«برنډ» شی، دا به په نړیواله کچه د افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو له بازار موندې سره لویه مرسته وکړی. ددې پروژې په لومړی پړاو کې د سبو او میوو د بسته بندی او پروسس مرکزونه جوړول، د کرنیزو محصولاتو د بسته بندۍ لپاره د ماشینونو او توکو تدارک او چمتو کول، عصری سړو خونو جوړول، د محصولاتو د کیفیت د تضمین لپاره د پروسس په مرکزونو کې لابراټوارونه نصبول، ددې لپاره چې د سوداګرو محصولات د کیفیت او روغیتا له پلوه ډاډمن شی، کرنیزو متشبثینو ته نړیوال سټنډردونه او سندونه ورپیژندل او د انساجو د کښت دلابراټوارونو ایجادول او د کچالو د تولید لپاره د کلونلریښو کرکیله شامل دی ددې پروژې په دویمه برخه کې، هغه فرعی کارونه چې بزګرانو لپاره ځانګړی شوی دی عملی کیږی. په دې برخه کې عصری ګلخونې جوړول، د پیازو او کچالو لپاره صفر انرژۍ سړې خونې جوړول، د متراکمو بڼونو احداث، د انګورو بڼونو چیله بندی او احداث، ممیزوته خونې جوړول، له اوبیزو سرچینو څخه موثره ګټه پورته کول، بزګرانو لپاره د دوی د کرنیزو مځکو د خړوبولو لپاره حوضونه جوړول او همداراز د څاڅکی اوبو لګولو عصری سیستمونه جوړول دی.

په هیواد کې  د بڼوالۍ د چارو د ودې له پاره د  پروژو د پلی کیدلو په موخه هر اقدام دقدر وړ دی او افغان ولس هم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت  یاد اقدام ستایی او له مهال ویش سره سم یې په یادو (۱۱) ولایتونو کې دچارو د تحقق هیله لری، ددې ترڅنګ په هیواد کې د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول په حقیقت کې دافغانستان د حکومت دکاری اوسیاسی لومړیتوبونو په سرکې هم ځای لری اودافغانستان داسلامی جمهوری دولت مشرتابه او اړوندو مسوولو چارواکو هم دهیواد د کرنې دپراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې تریوحده لازم پروگرامونه طرحه اوپلی کړی اولاهم په دی هڅه کې دی چې دنړۍ دمرستندویو هیوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې راجلب اودیوسالم او منظم پروگرام له مخې یې دهیواد دکرنې ، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په هیوادکې دموجودو اوبو دښه مدیریت کولو پرچارو ولگوی چی پرمټ یې له یوې خوا دخلکو دبوختیااوله بلې خوا دهیواد داقتصاد د پرمختک له باره زمینه برابره شی ، همداشان لازمه ده چې د حکومت له لورې د کرنیز بهیر د پراختیا ترڅنگ د هیواد دموجودو اوبو ښه مدیریت ته هم لازمه پاملرنه وشی یعنې له اړتیا او لومړیتوبونو سره سره په دې برخه کې لنډمهالی ، منځ مهالی او اوږدمهالی پروگرامونه جوړ شی چې دهیواد په کرنیز سکتوراوپه ټولیزه توگه دهیواد داقتصادی بنسټونو دپیاوړتیا په برخه کې ښې پایلې. دافغانستان کابو اتیا سلنه خلک پرکرنیزو چارو بوخت دی ، خو داوبو،سربندونو، کانالونو اوپرمختلفو کرنیزو وسایلو دکموالی له امله نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه داهیواد پرځان بسیاکړی ، دیادولو وړده چې زموږ په هیواد  کې دامنیتی ننگونو ترڅنگ ، بیکاری اوبې روزگاری هم هغه  ستونزه ده چې ډیری هیوادوال ورسره لاس او گریوان دی چې ددغی ستونزې د مخنیوی له پاره هم دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت مشرتابه او اړوند مسوول ارگانونه باید د نورو چارو ترڅنگ په هیوادکی دکرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ دسکتور هراړخیزې ودې ته لاهم ډیرپام ورواړوی ترهغى چې دکرنیزو محصولاتو او غلو دانو په برخه کی افغانستان خودکفا  اوله هره پلوه پرځان متکی او دبهرنیو له احتیاج څخه وژغورل شی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید