روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په هرات ولایت کې د اسلامی امارت په ملاتړ مهم سمینار دایر شو

 

په هرات ولایت کې د (بر رسی راهکارهای تقویت حمایت های ملی وبین المللی از افغانستان )تر نامه علمی او تحقیقاتی سمنیار په دغه ولایت کې د بهرنیو چا رو وزارت د نمایندګی له لوری جوړ شو.

په دغه سمنیار کې د هرات ولایت محلی مسولینو علمی او اکاډمیکو شخصیتونو،  د شخصی او دولتی پوهنتونو مسولینو استادانو ، په هرات کې میشتو د سیاسی نمایندګیو استازو او د آزاد رسنیو غړو کړی ګډون وکړ .

له هغه وروسته چی د قرانکریم څو آیتونه تلاوت شول د بهرنیو چارو وزارت د سر پرست وزیر محترم مولو امیرخان متقی پیغام په دې شرحه خپور شو:

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد: اعوذ بالله من الشیطن الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم

عَسَىٰ رَبُّکُمْ أَن یُهْلِکَ عَدُوَّکُمْ وَیَسْتَخْلِفَکُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَیَنظُرَ کَیْفَ تَعْمَلُونَ.

صدق الله العظیم.

د لرغونی هرات د اکاډمیکو موسساتو محترمو مشرانو، د دولتی او خصوصی پوهنتونو معززو استادانو، په هرات ولایت کی د بهرنیو سیاسی او بشری استازولیو درنو مسئولینو او د علمی سمینار قدرمنو برخوالو وروڼو او خویندو!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

له هرڅه وړاندی دې اکاډمیکی غونډی ته ستاسو راتګ او ګډون ته ښه راغلاست وایم. خوشحاله یم چی د خپل مشروع نظام په ملاتړ ، او نظام ته  په سیاسی او اقتصادی برخو کې د مشورو ورکولو په ټغر سره را ټول شوی یاست، کاشکی می له تاسو سره په دې علمی سمینار کې له نږدې  برخه اخیستی وای، هیله من یم چی په راتلونکی کې به زمینه مساعده شی او له نږدې به سره وګورو (یار زنده و صحبت باقی).

ستاسې مشورې او نظرونه موږ ته ډېر ارزښت لری. تاسې ته ډاډ درکوم چې مشورې به مو د هېواد په کچه تصمیم ګیرۍ کې خپل اثر لری.

قدرمنو استادانو او د هرات ولایت اکاډمیکو څېرو،

هرات د علم او ادب ټاټوبی دی، دا د اولیاوو خاوره ده. هرات د امام فخرالدین رازی او خواجه عبدالله انصاری په څېر د علم او تقوا د دنګو څلیو وطن دی. هرات د جهادی حماسو خاوره هم ده. له تاریخی هرات څخه موږ په هر ډګر کې د دغسې ابتکارونو او مخکښ نقش توقع لرو.

اوسنی نظام ستاسو خپل نظام دی ، ستاسو له منځه را ټوکیدلی اوستاسو په مشورو او لارښوونو به د خپل هدف پر لوری مدبرانه او درانه ګامونه اخلی .

په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته امن راغلی دی، ټول افغانان پر یوه ټغر سره را ټول شوی، جنګ جګړه پای ته رسیدلې، د دې وخت رارسیدلی چې په هیواد کې اقتصادی فعالیتونه ترسره شی، نړیوال دې  هم زموږ له متوازن اقتصاد محوره سیاسی پالیسۍ څخه ګټه واخلی، افغانستان به نور د جګړو او ټکر مرکز نه وی، نور به افغانستان د اتصال، اقتصاد او مفاهمې مرکز وی، موږ د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره نژدې تماسونه لرو تر څو دغو شریکو اهدافو ته ورسېږو.

قدرمنو او معززو استادانو او د هرات اکاډمیکو شخصیتونو!

تاسی شاهدان یاست چی هیواد مو  اشغال و او

دلته یو داسې مفسد نظام حاکمیت درلود چی چور، چپاول، مسلحې غلاوې، ځنځیری قلتونه او بې عدالتۍ پکی بر لاسې وه، چی الحمدلله دا هر څه یو پر بل پسی ختم شول او لا ختمیږی .

اوس هغه وخت راغلی چی د مظلوم حق د ظالم له منګولو د الهی ارشاداتو پر مټ واخیستل شی او  هیڅوک د هیچا حق نشی تلف کولی .

تاسی شاهدان یاست چی دلته زورواکو، مافیایی کړیو او هیواد پلورونکو د هیواد ټوټه کولو او وېشلو ته ملاوې تړلې وې، اوس الحمد لله هیواد له تجزیې و ژغورل شو .

د دې ټولو ناخوالو پای ته رسول  د اسلامی امارت هغه طلایی لاسته را وړنې دی چې زموږ تاریخ او راتلونکی نسلونه به تر ډیره پرې ویاړی.

ـــ اداری سستم د پنځه سوه زرو مامورینو پر مټ بیرته په کار واچول شو، په اداراتو کې فساد او ارتشا له منځه لاړه، د دولت ټول عواید چې پخوا شخصی جیبو ته تلل اوس د دولت خزانې ته ځی.

ـــ تاسو شاهدان یاست چی د کابل په شمول د افغانستان لویو ښارونو د جنګی کلاګانو بڼه خپله کړې وه، زورواکو عمومی واټونه په خپلو کورونو کې شامل کړی وو، د خلکو پر مخ د تګ را تګ لارې تړل شوې وې، د خلکو تګ راتګ ستونزمن شوی و، د اسلامی امارت په حاکمیت سره  په ښارونو کې ټول هغه موانع چې د ۲۰کالو په اوږدو کې جوړې شوې وې له منځه یو وړل شوې.

ـــ په ټول هیواد کې دولتی او شخصی رسنۍ فعاله دی، ځینی شخصې رسنۍ که تړل شوی وی هغه د هغوی د خپلو مالکانو له لوری په خپله خوښه تړل شوی دی.

دا مهال چې څومره د بیان او رسنیو آزادی په افغانستان کې موجوده ده د سیمی په ځینو هیوادونو کې وجود نه لری.

ـــ  په ټولو هغو اداراتو کې چې د میرمنو کار پکې اړین دی میرمنې پکې حضور لری، لکه تعلیم او تربیه، لوړی زده کړی ، عامه روغتیا، پولیس او داسی نوری اداری .

همدا راز دغه سلسله نوره هم دوام لری .

– په سیاسی برخه کې اسلامی امارت ټولې نړۍ ته د مثبت تعامل پیغام ورکړ، د نړۍ هیوادونه یې رغنده تعامل ته را وبلل او په ډاګه یې وویل، چې: د امریکا د حکومت په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره مثبتو اړیکو ټینګولو ته لیواله دی، له ټولو هیوادونو یې وغوښتل چې خپلې سیاسی څانګې فعاله وساتی.

مونږ په دې باور یو چې دپلوماسی باید جګړو ته د مشروعیت ور کولو په هدف نه، بلکې د جګړو د مخنیوی په هدف وی؛ او یوازې د لویو قدرتونو د منافعو او ایډیالوژیو د ترویج وسیله نه، بلکې نظامی ځواک ته له پام پرته د هیوادونو د استقلال، هویت او مشروع منافعو د ساتنې وسیله وی. مونږ په دې باور یو چې دپلوماسی باید یوازې د کمزورو اړتیا نه، بلکې د لویو قدرتونو اړتیا هم وی.

قدرمنو استادانو او درنو میلمنو !

د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې له تحول وروسته هم مونږ له ټولو اړخونو سره د دپلوماسۍ او خبرو اترو لاره غوره کړې. خپلو ټولو سیاسی او نظامی مخالفینو ته مو عمومی عفوه کړې او دا عفوه مو په عمل کې ثابته کړې. د نړۍ له هغو هیوادونو سره عملاً مخلصانه راشه درشه لرو چې شل کاله یې زمونږ په هیواد کې جګړه کوله.

افغانستان غواړی چی د سیمې او نړۍ سره د تفاهم،‌ مشترکو مشروع ګټو او همکاریو پر اساس پر مخ لاړ شی. په داسې حال کې چې د سیمې او نړۍ ټولو دولتونو ته یو ځل بیا ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د نړۍ د سولې او امنیت پرخلاف نه کاریږی، له نورو هیوادونو څخه هم د بالمثل عمل غوښتنه کوو.

له څلورو لسیزو جګړې راوتلی هیواد په توګه د نړۍ له هیوادونو غواړو چې له سیاسی پلوه باثباته او له اقتصادی پلوه خودکفا افغانستان په جوړولو کې له مونږ سره همکار شی.‌ او د افغانستان د مرکزی بانک کنګل کړې شتمنۍ په بشپړه توګه خوشې کولو او پر افغانستان لګیدلی اقتصادی‌ بندیزونه لرې کولو کې مرسته وکړی.

د افغانستان له خلکو سره د دوستو هیوادونو د بشری مرستو د قدردانۍ تر څنګ د نړۍ له هیوادونو څخه هیله کوو چې له افغانستان سره د پایداره اقتصاد د بنسټونو د کېښودلو په موخه پرمختیایی مرستې وکړی.

د سرتاسری امنیت، د فساد له منځه تلو او یوه متعهد حکومت د لرلو له برکته افغانستان چمتو دی چې په سیمه کې د لویو اقتصادی پروژو د پلی کېدو له لارې د بهترین امنیت او د سیمه ییز اقتصادی اتصال او ښېرازۍ پر مرکز بدل شی.

په اخر کې یو ځل بیا ټینګار کوم چی اوسنی نظام ستاسو خپل نظام دی او دخپلو مشورو او حل لارو په ورکولو سره ترې ملاتړ وکړئ.

په درنښت

والسلام علیکم ورحمه الله وبر کاته

د بهرنیو چارو د وزیر د پیغام له خپریدو وروسته د لوړو زده کړو د وزیر محترم مولوی عبدالباقی حقانی پیغام په دې شرحه خپور شو :

پیام عالیقدر وزیر تحصیلات عالی امارت اسلامی افغانستان

بسم الله الرحمن الرحیم

اینجانب در راس رهبری وزارت تحصیلات عالی امارت اسلامی افغانستان مراتب سلام و احترام خود را حضور پژوهشگران، دانشمندان، دیپلومات‌ها و تمام حضار گرامی تقدیم می‌دارم و بسی خرسند هستم که شاهد برگزاری چنین همایش علمی در زیر چتر وزارت محترم امور خارجه در فضای امن، آزاد و آرام با حضور اهل دانش و فضل و قلم می‌باشیم. کنفرانس علمی-پژوهشی حاضر را گامی ارزشمند و سترگ در راستای توسعه تئوریک و بنیادین کارشیوه‌های جلب پشتیبانی و اعتمادسازی در سطح ملی و بین المللی تلقی نموده و آن را نوعی سهم‌گیری و تعاون نویسندگان و اهل اختصاص در بعد علمی-سیاسی برای امارت اسلامی افغانستان محسوب می‌دارم. شناخت طرق و ابزار حصول اطمینان و حمایت ملت در داخل کشور و دولت‌های جهان در سطح بین المللی ریشه در بازشناسی علل و عوامل ضعف کشورداری و سیاست داخلی و خارجی دولت دارد و از اصول مباحث علم سیاست و رعیت‌داری می‌باشد. وجود و حفظ دوامدار استقلال سیاسی-اقتصادی، جدیت و قاطعیت در حاکمیت قانون، تامین امنیت عامه، عدم تعصب و انحصار‌گرایی، برچیدن فساد اداری، تأمین حقوق اساسی ملت در چوکات دین، عرف، فرهنگ و تاریخ ملت، تخصص‌گرایی توام با تعهدگرایی در استخدام اتباع به امور مملکت‌داری، ارائه خدمات با کیفیت در ابعاد مختلف حیات اجتماعی برای مردم از اساسی‌ترین راه‌کارهای استوارسازی پشتیبانی و تحصیل حمایت ملت نسبت به دولت می‌باشد. تعامل دیپلماتیک و ایجاد روابط دوستانه با دولت‌های هم‌جوار و سایر دولت‌های جهان در عرصه سیاسی‌، اقتصادی و علمی در چوکات شریعت اسلامی، جلوگیری از فعال‌بودن عوامل تهدید و خطر برای امنیت داخلی و خارجی، رعایت مصالح عامه کشور بدون اینکه با مصالح مشروع سایر کشورها تصادم کند و تامین حقوق اقلیت‌های داخل کشور و جلوگیری از تدخل سایر کشورها در تحریک آنها نسبت به دولت از مهمترین ابزار جلب اعتماد و اطمینان خاطر بین المللی و جهانی می‌باشد.

امارت اسلامی افغانستان پس از سال‌ها مبازره برای آزادی کشور از استعمار و آبادانی آن از زمان روی‌کارآمدن تا اکنون در راستای تقویت و جلب حمایت ملت و جهان گام‌های بسیار زیادی را برداشته است و خود را نسبت به ملت خویش در سطح داخلی و نسبت به دول جهان در سطح بین المللی همیشه مسؤول و متعهد دانسته و سیاست داخلی و خارجی دوستانه، متعادل و مسولانه را در پیشه گرفته است.

در اینجا بر خود لازم می‌دانم تا از شما بزرگواران و اهل دانش سپاس‌گزاری نمایم و ابراز می‌دارم که کارکردهای علمی-پژوهشی تان قابل ستایش بوده و امارت اسلامی افغانستان از آن در این زمینه بهره خواهد برد.

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته.

د سمینار ګډون کوونکو ته د هرات ولایت والی شیخ الحدیث مولوی نور احمد اسلامجار په خپله وینا کې وویل :

د ډیر خوشحالی ځای دی چی موږ د خپلو ستونزو د حل په موخه خپلو علمی او اکاډمیکو شخصتونو او ادارو مراجعه کوو نور د دې اړتیا نشته چی بهرنی مشاورین د والی ، امینه قومندان اود قول قومندان ترڅنګ ناست وی ترڅو  هغوی ته امر ونهی وکړی ،د اسلامی امارت مشاورین تاسو یاست  او ستاسو د مشورو په رڼا کې به د هیواد د ابادی پر لور ګامونه اخلو .

د هرات د مختصصینو شورا ریس محمد رفیق شهیر هم د خپلی وینا په جریان کې وویل:

د دې سمینار تدویر یو ډیر ارزښتناک ګام دی، د دولت او اکاډمیکی ټولنی ترمنځ د ګډو همکاریو یو ښه زمینه ساز دی .

ښاغلی شهیر زیاته کړه بین المللی ټولنی د افغانستان عینی واقعیتونه په نظر کې نه نسی دوی د هغو افغانانو په قول باور کوی چی له هیواده بهر اوسی او د هیواد حالات پر خپلو سترګو نه وینی ، د بین المللی ټولنو ړندی اعلامیې چی د افغانستان په اړه یې صادره وی یو نامناسب قضاوت دی او  دا ډول قضاوتونه د دې پر ځای چی اسلامی امارت ته کوم زیان ورسوی برعکس دوی خپله حیثیت او بی طرفی تر سوال لاندی را ولی  ،غوره دا ده چی بین المللی اداری وړو مسایلو ته هوا ورنه کړی او د عینی واقعیتونو پر مبنا تصمیم ونیسی ، په اوس مهال کې  کامل امنیت را منځته شوی او په ورځ کې د لسګونو افغانانو د وژنو مخنیوی شوی ، د فساد کچه را ټیټه شوی ،د انجونو او هلکانو پر مخ د تعلمی او تحصیلی ادارو دروازی پرانستی دی او په ډیرو ادارو کې میرمنی پرخپل کار او مصروفیت  بوختی دی .

ښاغلی شهیر دا هم وویل: بهرنیۍ نسخۍ د افغانانو کړاونه او ټوپونه نشی رغولی بلکی لای هم دردونه زیاته وی

په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د نمایندګی مرستیال رحمت الله فیضان د دې سمینار د اهدافو په اړه وویل: دا سمینار د هرات د اکاډمیکی ټولنی له لوری او د بهرنیو چارو وزارت په تسهیل سره پر لار واچول شو لومړۍ موخه یې دا وه چی د هرات اکاډمیکه ټولنه حکومت ته په سیاسی ، اقتصادی او نورو برخو کې مشورې ورکړی همدا راز د حکومت نیمګړتیا وی او حل لاری ور په ګوته کړی ، دوهمه موخه دا وه چی موغواړو د همدې ډول سمینارونو له لاری د هرات اکاډمیکه ټولنه سره منسجمه کړو او د خپل هیواد د پر مختګ اود ستونزو د حل په برخه کې دوی له ځان سره ملګری کړو اد دوی له نظرونو او مشورو څخه د هیواد د پرمختګ او د ولس د سوکالی په برخه کې ګټه واخلو .

د سمینار په دوهمه برخه کې د الغیاث پوهنتون استاد دکتور عبدالخالق حقانی ، د اشراق پوهنتون استاد دکتور مهدی حیدر پور،د غالب پوهنتون استاد دکتور محمدطاهر تنزه ای ، د کهکشان پوهنتون استاد استاد عبدالرحمن کریمی د جامی پوهنتون استاد عتیق الله رحیمی ، د جامی پوهنتون استاد دکتور بصیراحمد حصین ، د هریوا پوهنتون استاد دکتور عبدالسمیع ولیزاده ، د کهکشان شرق پوهنتون استاد محمدعقیل یوسفی ، د دولتی پوهنتون استاد پوهنوال محمد ناصر معین ، د آسیا پوهنتون استاد دکتور احمد فرزام ، او د دولتی پوهنتون استاد پوهنیار محمد غوث فرحان .

ټاکل شوی چی د دې سمینار د مقالو ټولګه چاپ د بهرنیو چارو وزارت او نور دیپلوماتیکو او اکاډمیکو ادارو په واک کې ورکړل شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید