روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په موزمبیق کې د افراطی ډلو د بریدونو له امله څلور زره کسانو خپل کورونه پرېښی دی

٨- نړیوالې خبری سرچېنې/ د مرغومی ١١ مه / باختر:

په موزمبیق کې  نږدې ۴٠٠٠ کسان اړ شوی چې یوې میاشتې په  موده  کې د افراطی ډلو د بریدونو له امله له خپلو کورونو څخه بېځایه شی.

دغه بریدونه په نیاسا ولایت کې زیات شوی چې د یوه حکومتی چارواکو  په خبره  کابودیلګادو  څنګ ته پروت دى.

کابودیګادو  چې په تېلو غنی ولایت دى په تېروڅلورو کلونو کې د افراطی وسله والو د فعالیت عمده مرکز بلل کېده  خو په وروستیو اوونیو کې افراطی وسله والو خپل بریدونه پر نیاسا کې متمرکز کړی دی.

د موزمبیق په نیاسا کې د حکومت یوه ویاند فیلیس مینوپاتریکیو د فرانسی خبری آژانس ته وویل: تر اوسه له  نیاسا ولایت څخه ٣٨٠٣ کسان بېځایه شوی دی.

تر دې مخکې له ٢٠١٧ میلادی کال راهیسی له  کابودیګادو څخه ٨سوه ٢٠ زره کسان بېځایه شوی وو چې دا تازه شمېر ور زیات شوی دی.

***

د امریکا په کولرادو ایالت کې اورلګیدنې سلګونو کورونه ویجاړکړی دی

د امریکا د متحده ایالاتونو په کولرادو ایالت کې د اورلګیدنې له امله چې توند بادونه ورسره مل و په سلګونو کورونه ویجاړ کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید