روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په زور کلی نه کیږی

لیکوال: سلطان محمود سالمزی

دا یو منلی او څرګند حقیقت دی چې په جبر او زور د واکمنیو ټینګول او حکومت پری کول د عقل نه لرې خبره ده څه د بره څلور لسیزې کیږی چې افغان مؤمین او مسلمان ملت د دغه صحنو عینی شاهد دی د چنګیزی او انګریزی اسعمارچیانو له شرمناکې ماتې را وروسته د زمانې ترټولو ستر او مغرور ځواک د وخت شوروی اتحاد بدمستو سرو لښکرو زموږ په سپیڅلې خاوره پدې موخه یرغل وکړ چې له دې لارې د هند سمندرته خپل ځانونه ورسوی او بیاله هغه ځایه د نړۍ نور هیوادونه  او خپل رقیبان تهدید کړی او د زور له لارې په افغانانو واکمنې وکړی چې زموږ اتل او قهرمان ملت یې په مقابل کې سپیڅلی جهاد اعلان او د یو نیم میلیون شهیدانو په ورکولو سره د روسی اشغالګرو غرور مات او د هند سمندر د تودو اوبو ارمان یې هم نیمګړی پاتی شو لکه چې یو شاعر وایې:

ګونډو شو په ګونډو شو ټول جهان کې په ګونډو شو!

د ګرمو اوبو پوری طرحه پلان کې په ګونډو شو

د افغانانو د مقدس جهاد د له برکته ۲۶ محکوم هیوادونه ازاد شول  د برلین دیوال ونړید او د وخت شوروی اتحاد په روسې تبدیل شو.

له هغې را وروسته د وخت ترټولو ستر فرعونی ځواک او په بل حساب ټولې نړۍ په مظلومو افغانانو د خپلو وسایلو د ازمایلو او رقیبانو د ویرولو په موخه زموږ په ګران او محبوب هیواد یرغل پیل کړ چې زموږ په سوونو زره بې ګناه هیوادوال یې په شهادت ورسول کلی او کورونه یې په کنډوالو بدل کړل خو په ټوله نړۍ د واکمنۍ خیال او خوب یې په مادی لحاظ د کمزورو او بې وسه افغانی مجاهدینو د متین عزم او پر الله (ج) د کلک ایمان په پایله کې له خاورو سره خاورې شو او د (۲۰) کلنې اوږدې جګړې وروسته یې پخپله شرمیدلې ماته اعتراف وکړ او زموږ له هیواده ټیټ سرونه ووتل لکه چې افغان سید جمال الدین وایې آزادی اخیستل کیږی ورکول کیږی نه آزادې په تحفه کې چاته نه ورکول کیږی لکه چې وایې په هغه رګونو کې چې وینه وچه شی هلته بیا اوبنکې تویول هیڅ معنی نلری.

لکه چې پښتو متل دی چې وایې په زور کلی نه کیږی اوس چې د اسلامی امارت مجاهدین واک ته رسیدلی او زموږ په میلونو مجاهدینو د اسلامی نظام د حاکمیت لپاره قربانې ورکړی او د همدغې موخې لپاره یې خپل بچې  ایتمان او بیبیا نې یې کونډې کړې دی هر ډول معامله او شاته راتګ به د شهیدانو له وینو سره ستره جفا او نه جبرانیدونکی زیان وی او د قیامت په روځ به یې پوښتنه کیږی نو پکار ده چې د ملت په زخمونو د مرهم پټۍ کیږدۍ او د خلکو په زړونو حکومت وکړۍ ځکه چې دا د حاکمیت د وام معنی ورکوی نه د زور او جبر له لارې چې پایله به یې ډیره خطرناکه او د سلامی اومت لپاره یوه تباکوونکې اشتباه وی د مظلوم ګریوان د ضالم له منګولو خلاص کړۍ او په کونډو او ایتمانو د ضلم مخنیوی زموږ د ملت اساسی غوښتنې دی ځکه چې اسلامی امارت د  اسلامی اومت روستۍ هیله ده.

و من الله توفیق

ممکن است شما دوست داشته باشید