روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په دوحه کې د ایران او امریکا مذاکرات پیلېږی

ایران او امریکا تایید کړې چې د مذاکراتو نوی پړاو به په دوحه کې پیلېږی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوی ویاند رسنیو ته ویلی چې ددغه وزارت سیاسی مرستیال به د قطر پلازمینې دوحې ته ځی او د امریکا او ایران ترمنځ به غیر مستقیم مذاکرات پیلېږی.

دده په خبره په دې مذاکراتو کې د بندیزونو پر لرې کولو بحثونه کېږی او تمه ده چې دواړه لوری د ستونزو د حل لپاره هڅه وکړی. وړمه ورځ د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاست مسوول هم ویلی وو، چې ژر به د امریکا او ایران مذاکرات په یوه خلیجی هېواد کې ترسره شی. اوس ایران او امریکا دواړو تایید کړې چې مذاکرات په قطر کې پیلېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید